امریکا د افغانانو پیسې غلا کوي!

حمزه الیاس داڅو ورځې کیږې چې پر ټولنیزو رسنیو دا خبره ډېره تر سترکو کیږي چې د امریکا اوسنی ولسمشر غواړي، د افغانانو کنګل سوې پیسې د ۱۱ سپتمبر پر قربانیانو ووېشي. ‏د بایډن دا ظالمانه پرېکړه په تر ټولو کلکو ټکو غندم، دوی باید نور له دې ظالمانه کړنو لاس په سر شي، که […]

حمزه الیاس

داڅو ورځې کیږې چې پر ټولنیزو رسنیو دا خبره ډېره تر سترکو کیږي چې د امریکا اوسنی ولسمشر غواړي، د افغانانو کنګل سوې پیسې د ۱۱ سپتمبر پر قربانیانو ووېشي.

‏د بایډن دا ظالمانه پرېکړه په تر ټولو کلکو ټکو غندم، دوی باید نور له دې ظالمانه کړنو لاس په سر شي، که نه ډېر بد عواقب به ایجاد کاندي، دوی باید دمظلومو افغانانو حوصلې نورې و نه ازمایي، که نه منفي اغیز یې دوی ته هم رسیږي.

امریکا غواړي چې افغانان ځان ته محتاج کړی، امریکا په افغانستان کې نظامي ماتې وخوړه اوس غواړي نور په افغانستان کې اقتصادي جنګ شروع کړي.

بایډن اوس هم نه غواړې چې افغانان دې پر قراره سي، دوی غواړي د افغانانو په کنګل سويو پیسو د خپل شل کلن جنګ هغه ټول زیانونه چې دوی ته رسېدلې په ورغوي.

باید نور دوی د افغانانو په وینو لاسونه سره نه کړي، امریکا غواړي چې د افغانانو کنګل سوې پیسې داسې چاته ورکړي چې دا شل کاله یې د افغانانو وینې څښلې دي، هغه چا ته چې دا شل کاله یې افغانان په سرو اورونو کې وسوځول، امریکا دې نور ددغسې کیسو نه لاس واخل.

نور دې پر خپل تاریخ لاتور داغونه نه جوړوي، دا به دامریکا په تاریخ کې تر ټولو د شرم ټکی وي چې یو وار یې  شل کاله دا مظلوم ملت په اورو کې وسوزوی

او اوس بیا غواړې چې ددې مظلوم ملت کنګل سوې شتمني د همدې مظلوم ملت پر قاتلینو ووېشي.

نور دې د افغانانو د حوصلو آزموینه نه کوي یوازې دې دافغانانو دا څلویښت کلن تاریخ وګورې او ځغلنده نظر دې پر تېر کړې چې افغانان هیڅ کله هم د خپل حریم او خپلو هیوادوالو د حق په دفاع کې درېغ نه دی کړی او نه به یې وکړي.

امریکا دې پر افغانستان د عربي اماراتو، سعودي عربستان او دجزیرة العرب سوچ او فکر پر افغانستان نه کوي، چې له هغوی نه یې تېل پیسې هر څه غصب کړي، خو هغوی ورته څه نه وایي.

دا افغانان دي  او الحمد لله افغانان داسي واکمنان لري چې د خپل هیواد د یوه وچ او بې ارزښته بوټی نه به هم دفاع کوي او هم به د یوې زرې زرې حساب به درسره کوي دا لا پرېږده چې دوی دې د افغانانو پیسې غلا کړي.

نور دي امریکا پر خپل تاریخ تور داغ نه لګوې او نور دې له داسي ظالمانه پرېکړو نه دې لاس واخلي.