افغان حکومت ولې په رسميت نه پېژندل کيږي؟

سليمان سعيد نن سبا د نوي افغان حکومت د رسميت پېژندنې موضوع باندې ډېر بحث کيږي، هم په نړيواله کچه دغه موضوع شاربل کيږي او هم په کور دننه هر افغان تبصرې پرې کوي. نړيوال قدرتونه د رسميت پېژندنې لپاره خپل شرايط راباندې مني، کمزوري هېوادونه د لويو قدرتونو خوښې او اجازې ته منتظر دي، […]

سليمان سعيد

نن سبا د نوي افغان حکومت د رسميت پېژندنې موضوع باندې ډېر بحث کيږي، هم په نړيواله کچه دغه موضوع شاربل کيږي او هم په کور دننه هر افغان تبصرې پرې کوي.

نړيوال قدرتونه د رسميت پېژندنې لپاره خپل شرايط راباندې مني، کمزوري هېوادونه د لويو قدرتونو خوښې او اجازې ته منتظر دي، افغان حکومت د رسميت پېژندنې هڅې کوي، غونډې جوړوي او نړيوالو ته قناعت ورکوي، په کور دننه ځينې خلک ډول ډول طرحې وړاندې کوي، ځينې هېودوال مظاهرې کوي او ټولنيزو رسنيو کې خو هره ورځ په همدې موضوع تاوده بحثونه روان وي.

نړيوال قدرتونه خو به حتماً په يوه او بله پلمه موږ خپلو شرايطو منلو ته مجبوروي، دا د دنيا اصول دي چې هر زورور غواړي چې خپل قوانين په ټولو خلکو ومني او تطبيق کړي. کمزوري هېوادونه چې لويو هېوادونو ته منتظر دي، دا د هغوی کمزوري، غلامي او بې واکي څرګندوي او افغان حکومت به هم طبعاً تر خپلې وسې هڅې کوي چې له پرديو شرايطو منلو پرته، نړيوالو ته قناعت ورکړي.

مګر یو شمېر خلک د هېواد په داخل کې حکومت ته مشورې ورکوي چې د رسميت پېژندنې لپاره بايد دغه او هاغه چارې تر سره شي. دوی کې ځينې يې وايي چې پخواني چارواکي بايد حکومت کې شريک شي، تر څو د دوی په اصطلاح «ټولشموله» شي.

د دوی نظر ځکه د منلو نه دی چې د افغانستان د بحران عاملين هماغه پخواني مجرمين دي، که بيا هم هغوی ته په حکومت کې ونډه ورکړل شي، بيا خو نو بيرته هماغسې فساد، ګډوډي او جرايم رامنځ ته کيږي، لکه دا شل کاله چې روان وو. او که د دوی حکومتداري ولس ته د منلو وای، نو ولې به دا دومره مبارزه کېدله. امّا د تېر حکومت هغه چارواکي چې فساد او جرايمو کې نه دي ښکېل، هغوی خو اوس هم ځينې يې پر خپلو دندو پاتې دي او ښايي نور ډېر هم په خپلو اړوندو برخو کې وګمارل شي. مګر د دوی په ټاکلو سره رسميت پېژندنه ځکه نه شي رامنځ ته کېدلی، چې نړيوال دغه ډول پاک خلک نه غواړي، هغوی هماغه لوی لوی مجرمين غواړي چې د خپلو بادارانو هر حکم ته لبیک وايي، تر څو د هغوی پلانونه تطبيق کړي او خپلو موخو ته ورسيږي.

ځينې نور وايي چې افغان حکومت بايد عامو انتخاباتو ته زمينه برابره کړي او يا حد اقل لويه جرګه راوغواړي، نو که څه هم د لويې جرګې راغوښتلو خبره خو يې تر يوه حده سمه ده، مګر حقيقت دا دی چې نړيوالو ته د انتخاباتو کول يا د لويې جرګې رابلل هیڅ اهميت نه لري. نن په نړۍ کې د زورورو واکمني ده. هغه خلک به په ارام وي او په رسميت به پېژندل کيږي، چې زور ولري!

په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند د محمد مرسي په مشرۍ د دیموکراتانو د طرز العمل (عامو انتخاباتو) له لارې په مطلق اکثريت واک ته ورسېد، مګر دا چې د کفارو نه ؤ خوښ، نو خپل نوکر جنرال سيسي يې ولمساؤ، هغه کودتا پرې وکړه. او بيا همدغو ديموکراتانو د سيسي کودتاچي حکومت په رسميت وپېژاند!

په ميانمار (برما) کې څه موده مخکې پوځ کودتا وکړه، نړۍ هماغه کودتاچي حکومت په رسميت پېژني.

په افغانستان او عراق کې خپله همدغو ديموکراتانو ولسي حکومتونه راوپرځول او د وسلې په زور يې خپل نوکران او ايجنټان پرې واکمن کړل، بيا همدغه حکومتونه ټولې نړۍ په رسميت وپېژندل.

د شمالي کوريا مستبد رژيم ټوله نړۍ په رسميت پېژني.

د عربو شاهي حکومتونه ټولې نړۍ په رسميت پېژندلي دي.

د اسرائيلو غاصب او ظالم رژيم په رسميت پېژندل کيږي.

نو معلومه شوه چې په دې نړۍ کې هيڅ اصول او قوانين نشته، د رسميت پېژندلو يوازنی شرط فقط د زور موندل دي او بس!!

نو زموږ نظام به هم هغه وخت په رسميت پېژندل کيږي، چې مشران مو په خپل اسلامي او ملي دريځ کلک پاتې شي، د نړيوالو ټول ناوړه شرايط رد کړي او د خپل هېواد د ځان بسياينې، پرمختګ او استقلال ساتلو لپاره په اخلاص او متانت کار وکړي.

کله مو چې زور وموند، بيا که نړيوال خلافت اعلان کړو هم، په رسميت به پېژندل کيږي، ان شاء الله…!