نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
صفي الله ”احساس“ تقریباً پوره ۴۳ کاله وړاندي په همدې ورځ افغانانو د خپل غیور او قوي هوډ په مټ او د الله تعالی په مرسته سره شوروي یرغل داسي مات او په ګونډو کړ لکه څرنګه چې یې ۶ میاشتي مخکي امریکایي وحشي یرغل مات او په تېښته کړ. افغانانو تل د خپل غیور […]
صفي الله ”احساس“
تقریباً پوره ۴۳ کاله وړاندي په همدې ورځ افغانانو د خپل غیور او قوي هوډ په مټ او د الله تعالی په مرسته سره شوروي یرغل داسي مات او په ګونډو کړ لکه څرنګه چې یې ۶ میاشتي مخکي امریکایي وحشي یرغل مات او په تېښته کړ.
افغانانو تل د خپل غیور او باتور مټ په مرسته د نړۍ هر هغه یرغلګر او داړونکی ښامار چې په افغانستان باندي یې تېری کړی، د سر په کوپړۍ کې یې اوبه ورکړې او ورته یې داسي د عبرت درس ورکړی چې تاریخ به یې د هماغه مات شوي یرغلګر هر راتلونکي نسل ته د درس او عبرت په څېر ور یادوي.
افغانان داسي غیور، باتور او قهرمان ولس ده چې د دین او هیواد د دفاع او رفاع په موخه په خپل پوره توان د هر جابر په وړاندي په داسي حال کې ټینګه او متینه مبارزه کوي چې له هره لحاظه مستغني او په مادیاتو یې هیڅ تکیه نه وي بلکه همېشه یې په مادیت د ایمان بریا ثابته کړې. افغانانو ته د خپلو نیکونو او نېکو مشرانو داسي مېړنی او غیرتي تاریخ مخي ته پروت ده چې راتلونکی او حالي نسل یې همېشه په رڼا کې مخته روان دی او د همدې سپېڅلي او مېړني تاریخ له رڼا څخه په الهام اخیستني سره تل بریالی او په هر ډګر کې ګټونکی ثابت شوی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.