احتیاط واجب دی او وېره منعې ده !!

حنون حازم د باطني علم صوفياء كرام وايي: معنوي ژوند د خوف او رجاء(د الله تعالی د وېرې او اميد)ترمنځ دی. يعنی له الله تعالی څخه به وېره ساتې، خو دومره چې نا اميدۍ، وير كولو، ځان وژنې او بلې نافرمانۍ ته خبره ونه رسېږي او د الله تعالی اميد به ساتې، خو دومره چې […]

حنون حازم
د باطني علم صوفياء كرام وايي: معنوي ژوند د خوف او رجاء(د الله تعالی د وېرې او اميد)ترمنځ دی. يعنی له الله تعالی څخه به وېره ساتې، خو دومره چې نا اميدۍ، وير كولو، ځان وژنې او بلې نافرمانۍ ته خبره ونه رسېږي او د الله تعالی اميد به ساتې، خو دومره چې له وېرې او بندگۍ يې غافل او بې پاملرنې او پر نافرمانۍ يې ور زړور نه شې او دا هغه وخت ممكنه وي چې له الله تعالی څخه وېره او اميد دواړه په اعتدال كې وساتل شي. همداسې په جهاد كې پر الله تعالی توكل او زغره اغوستلو يا بل هر دفاعي تياري كولو، شهادت غوښتونكي عمليات او ځان وژنې يا ځان د مرگ خولې ته اچولو او… كې اعتدال او منځلاريتوب هر ډول شرعي مانع او ستونزې له منځه وړي. د انسان ژوند سراسر دا ډول ازمايښت دی او بيا له فطرت سره سم او د اسلام او شريعت په چوكاټ كې نننی ژوند لا زيات د الله تعالی له ازمايښتونو ډك دی. په دغه چوكاټ كې له ازمايښتونو ډك ژوند په وياله كې د اوبو په مثال ميانه رويه او منځلاری وي. اوبه د ويالې منځ كې بهېدو سره پاكې، صفا او رڼې هم وي، خو كه لږ هم يوې او بلې خوا ته زور او پر فشار برخورد وكړي، طبيعي ډول د ويالې اړخونه خوري او په اوبو كې را نړېدو او ويلي كېدو سره اوبه هم پرې خړېږي. د ژوند اوبه هم د ازمايښتونو په منځ كې رڼې، په سم لوري او ښې روانې وي، خو چې له يوې بلې خوا ازمايښتونو سره برخورد وكړي او پكې پاڼ يې را ونړېږي؛ ژوند خړ پړ او بې خونده كړي. همداسې مؤمن او مسلمان د ښه او بد، نېكۍ او بدۍ ترمنځ ازمايښت كې وي او د ژوند هر پړاو او چارې يې همداسې له ځان سره گواښونه او ننگونې لري چې انسان مكلف دی له هغو پرته ژوند پر مخ يوسي او په خوندي توگه يې دغه چارې ترسره كړي.
مثلاً مسلمان به په دار حرب او په كوم كفري هېواد كې له ژوند كولو څخه ډډه كوي او دا ځكه چې هلته په ښه توگه د الله تعالی بندگي، د هغه د دين خدمت او مذهبي مكلفيتونه نه شي ترسره كېدی، آن كه د يو مسلمان خپل هېواد او سيمه دار حرب ورگرځي، هجرت پرې واجب گرځي. همدا ډول په جهاد كې د جگړې له پيل وروسته پر ميدان كلك درېدل او ټينگ مقاومت واجب دی او ترې تېښته يا يوازې د ځان د خونديتابه په فكر دفاعي حالت غوره كول روا نه دي او سخته ستره گناه هم ده، خو كه تكتيك پكې وي، پر يو ځای يا دښمن ته بېخي ښكاره پاتې كېدو كې د ژوند يا ميدان بايللو وېره وي، ملگرو او خلكو ته زيان رسېږي او په ټوله كې پر همدغه ځای او حالت د پاتې كېدو غوره بديل موجود وي او احتياط په دې كې وي چې شاتگ وشي، نو دغه ځای پرېښودل او ترې يو مناسب ځای ته شاتگ او موقعيت بدلول ضروري دي چې ځای او شرائطو ته پر پام ځيني وختونه واجب هم گرځي، خو د جگړې له ډگره د تېښتې پر معنا نه دی، بلكې د هغې سرچپه او مقابل واجب دی او له همدې امله په تېر جهاد كې د مجاهدينو ترمنځ د (احتياط واجب دی او وېره منعې ده)مقوله عامه وه.
تېره اونۍپه كابل كې د افغانستان د سر پرست اسلامي امارت د كډوالو چارو وزير حاجي خليل الرحمن حقاني د خپل نېك سلف پر لاره د وخت د خوارجو په يو بې ساري بزدلانه بريد كې په شهادت ورسېد انا لله وانا اليه راجعون. بريد دومره بزدلانه، تر ډار لاندې او په پست او لوېدلي حد كې و چې د شهيد حاجي له مؤمنانه او مسلمانې عاطفې، خواخوږۍ، زړه سواندۍ، اطاعت، نېك نيت، په واك او دنده كې د مسئول مشر په حيث ولسي خدماتو او چوپړتياوو او د ټولنې بېوزله وگړو اړتياوو ته پر ټول توان د رسېدنې هڅو، د جمعې او جماعت د لمانځه پابندۍ،له عبادت پرته يې ټول وخت د ولس خدمت او چوپړ ته وقف كولو او… په څېر د ايمان او اسلام لويو او اساسي خويونو څخه په ناوړې استفادې فاجرو داعشيانو ځانمرگي ته رول ور كړ څو د دغې مؤمنانه او مسلمانې عاطفې، خواخوږۍ، زړه سواندۍ، خدمت او هڅو مورد يې ځان جوړ كړي. له دې ورهاخوا د۱۴پېړيو او هر وخت په بزدلو خوارجو پسې ننني خوارج هم آن د زبرځواكونو پر ملاتړ، تمويل او پروژه يي رول سره لا هم له وسلې لرونكو مجاهدينو سره د جگړې روحيه، جرأت او زړه نه لري، يوازې دا چې د اسلام له نوم او د مسلمان له دا ډول خويونو څخه په ناوړې استفادې عام وگړي او خدمت او چوپړ ته يې مټې نغښتي ملكي مسئولين په نښه كړي چې د شهيد حاجي صاحب رول په بشپړ ډ‌ول پر همدې معنا و. نوموړی په مركچۍ، خپلمنځي مصالحې او روغې جوړې، يووالي،په خصوص كې د افغانانو او په عموم كې د مسلمانانو او بيا انسانانو د ورورۍ او ښېرازۍ، په هر درد يې دردمن كېدو او… كې له خپل مشر ورور څخه رنگ اخيستی او يو ښه خلف يې ثابت شو.
د تېر جهاد پر مهال د هجرت په ديار كې د يو مسجد اړوند دوو تنو لانجه راغله. دا چې دواړه ملايان او هر يو تر شا د همدې مسجد اړوند عام خلك له ځان سره لرل؛ د كليوالو يووالی د ټوټه كېدو له گواښ سره مخ او بدې پايلې يې لرلی شوې. شهيد حاجي صاحب پېښې ته په رسېدنې سره د بغلان نهرين ولسوالۍ يو تن سپين ږيری عالم چې اوس په معلولينو چارو وزارت كې خدمت كوي؛ دوی ته د امام په توگه ور وپېژاند، له ځانه يې ورته معاش مقرر كړ او پرې د يادې ناوړې پېښې مخه يې ونيوه. د فتحې په لومړيو شېبو كې بيا چې د پنجشېر ولايت له خپلسرو سره د خبرو اترو اړتيا پېښه شوه؛ د دغه ولايت سوله ييزې تسليمۍ يو شرط يې د قهرمانۍ تش نوم گټل او اخيستل و. دا چې خبرې لاهم روانې وې او پر همدې مهال په كابل كې د مركچۍ يوې ناستې ته د وينا پر مهال شهيد حاجي صاحب ته يو ناڅاپې او له مقدمې او بشپړو جزئياتو پرته د يادو خپل سرو د موافقې او تسليمۍ خبر ورسېد؛ نوموړي د زياتې خوښۍ له امله د جزئياتو له پوښتلو پرته د قهرمانۍ غوښتل شوی تش نوم ور كړ او دا ځكه چې د هغه وخت خپلسرو او اوسنيو بغاوتگرو دغه دريځ د دوی، د پنجشېر د خلكو او په ټوله كې د افغانانو لپاره بدمرغۍ لرلې او لري يې او تسليمۍ كې يې د ټولو د ښېرازۍ پيغام پروت و، نو موافقې ته رسېدل يې د حاجي صاحب لپاره د بې كچې خوښۍ خبره وه چې آن بې اختياره او پرته له دې چې وپوهېږي د قهرمانۍ د تش نوم له شرط څخه تېر شوي يا خو به كومه ستنزه نه لري؛ ياد نوم يې ورته كړ.
د افغانانو او مسلمانانو پر درد باندې د دردمنۍ او اړوندې ښېرازۍ باندې يې د خوښۍ په يو دغسې مورد د حاجي صاحب دغه خوښي د هغه حديث شريف د مفهوم ژوندی تمثيل د سړي سترگو ته ږدي چې وايي: خدای ج د بنده په توبې كولو دومره زيات خوشالېږي لكه؛ يو چا چې اوښ باندې د خپل ژوند ټوله سرمايه را بار كړې وي، ښه ډېر مزل وكړي، سخته گرمي وي او هغه ډېر زيات ستړی شي، اوښ گونډه كړي او دی د ونې ډډې ته ډډه ووهي، خوب يې يوسي او بيا چې را ويښ شي؛ اوښ يې له هرڅه سره ورك وي، لالهانده پسې وگرځي او بېرته ستړی د ونې ډډې ته راشي، همدلته خپل مرګ ته شېبې شماري او بيا يې خوب يوسي، خو دا ځل چې را ويښ شي؛ اوښ يې له هرڅه سره مخته ولاړ وي او دی له ډېرې خوښۍ ووايي: خدايه ! ته زما بنده يې زه ستا رب يم. د بغاوتگرو، پنجشېر ولس او افغانانو پر دغه درد د دردمن او پر ښېرازۍ يې د خوښ شهيد حاجي صاحب ورك اوښ همدا د بغاوتگرو له خپل دريځ څخه اوښتل، په سوله ييز ډول د اسلامي امارت مجاهدينو ته د سيمې تسليمول او پر همدې موافقه كول و چې بې اختياره يې بغاوتگرو غوښتی د قهرمانۍ تش نوم ور كړ.
د تاريخ په اوږدو كې چې پر هر نوم خوارجو چېرته سر پورته كړی؛ د اسلام او اصلاح پر نوم اسلام او اصلاح له منځه وړلو يوازېنۍ ستراتېژي يې پر مخ وړې او وړي يې چې دلته زموږ د سترگو پر وړاندې او تر پوزه لاندې يې د اسلامي نظام په تېرو دريو كلونو كې د دغې ستراتېژي پر مخ وړلو د گڼو مواردو او پېښو پر استناد اهداف هم بشپړ روښانه شوي او موږ دغه اهداف يوازې د ديني عالمانو، مصلحو او خير خواه خلكو او اسلامي او مذهبي نواميسو په بڼه اوس تر بل هرچا ښه پېژندلي چې بايد پر ټول توان يې هر وخت او له استثناء پرته امنيت ساتنې ته پاملرنه وشي. د حاجي حقاني شهادت له دې امله د غبطې وړ دی چې الله تعالی عمر ډېر ور کړ، دغه ټول عمر يې د جهاد او قربانيو ویاړ هم ور په برخه کړ او بیا چې يې مرگ راغی؛ الله تعالی ته د خوارجو پر لاس تر ټولو د لوړ مقام شهادت سره ورغی. د شهادت د بېښې يو مهم پيغام يې دا و چې دغه پېښه دا معنا نه لري چې بې توپيره يې د ټولو پر مخ خپله دروازه پرانيستې وه او نه هم د مشرانو كلك امنيت ساتل د دروازې تړلو په معنا دي. كه د مشرانو دروازې پرانيستې پرېښودو او امنيت ټينگولو ترمنځ يې پر احتياط ولاړ اعتدال رعايت او لحاظ شي، دواړه به وي، خو كه د مشرانو د امنيت ټينگښت نه وي او دروازه يې پرانيستې وي، دا ډول پېښې رامنځته كېږي او كه د امنيت ټينگښت وي او بيا هم دروازې بندې ساتلې كېږي، هغه بيا جلا او نورې ستونزې پېښوي، نو خبره دې ځای ته راځي چې احتياط واجب دی او وېره منعې ده.
يعنی په قرول باندې سمه او كلكه تلاشي مهمه او واجب ده، خو پر هغه سربېره په ځان پسې دروازه تړل منعې دي. شهيد حاجي صاحب د ټولو پر مخ دروازه پرانيستې وه او د خپل ملي او وگړيز ژوند او د مشرتابه د لارښوونو په قاموس كې يې د چا پر مخ د دروازې بندول نه درلودل، خو په دې معنا هم نه چې د قرول مجاهدين دې له مراجعينو كلكه او سمه تلاشي نه اخلي او نه هم په امنيتي چارو كې چا دغسې غوښتنه كړې او يا ور څخه شوې ده. يوه عامه او لويه بې احتياطي د نږدې ملگرو او مجاهدينو له اړتيا او ضرورت پرته يا هم د پرلپسې ملاقاتونو هم ده چې تلاشۍ او دروازې پرانيستو دواړو كې تخنيكي ستونزې پيدا كوي. تېر جهاد كې د كورنيو او بيا د بهرنيو چارو وزير مربوط وم او لا هم يې پالم، خو د همدې وروستي ټكي له امله مې منې كه دا۴كاله هڅه كړې وي چې ور شم، ويې وينم او … خدای مه كړه د همدې سترې بې احتياطۍ له لارې مو د مشرانو په امنيت ساتلو او ژوند خونديتابه كې خيانت كړی وي او د شهادت لامل يې وگرځو.