ژمی، د لړزانده رژیم د لاپو موسم

د اونۍ تبصره :  افغانستان د ساړه اقلیم درلودونکی هیواد دی، د دې هیواد په زیاتره سیمو کې په ژمي واورې اوري. د تودوخې درجه ډیره ښکته کیږي، د واورو ورښت د حمل و نقل، ګشت و ګذار او د ژوند په ټولو اړخونو اغیز پرېباسي. د هیواد غرنی جوړښت د ژمي له سختۍ سره […]

د اونۍ تبصره : 
افغانستان د ساړه اقلیم درلودونکی هیواد دی، د دې هیواد په زیاتره سیمو کې په ژمي واورې اوري. د تودوخې درجه ډیره ښکته کیږي، د واورو ورښت د حمل و نقل، ګشت و ګذار او د ژوند په ټولو اړخونو اغیز پرېباسي. د هیواد غرنی جوړښت د ژمي له سختۍ سره یو ځای د دې لامل کیږي چې د ورښتونو او یخ موسم د کال له نورو فصلونو بېل وضعیت لري.
له همدې امله په ژمي کې د ژوند د نورو چارو غوندې د مجاهدینو په جهادي فعالیتونو کې هم نسبي کمبود راځي. چې دا د هر کال معمول دی. البته په دې برخه کې غیرعادي او د تعجب وړ خبره دا ده چې د کابل د ګوډاګي رژیم چارواکي چې درست کال یې د مجاهدینو تر ځپونکو ګوزارونو لاندې تېر کړی وي، کله چې د ژمي موسم رابر شي او د طبعي عواملو له امله د مجاهدینو په بریدونو کې کمښت راشي، دغه وخت نو د رژیم د بیلابیلو ادارو چارواکي او ویاندویان رابیدار شي او د خپلو بریاوو، پرمختګونو او عملیاتو لاپې پيل کړي.
په دې وروستیو کې چې د ارګ شکست خوړلي واکمن اشرف غني د یوه تبلیغاتي مانور په حیث د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره نوي کسان د وزیرانو په حیث وټاکل، نو دې نویو وزیرانو چې په اصل کې پخواني تجربه شوي او ناکام چارواکي دي، په یو مخیز ډول یې لاپو، دروغو او بې بنسټه دعوو ته لاس اچولی.
د دې نویو پوځي چارواکو په ګمارلو لا میاشت نه ده تېره شوې او نه یې هم د اعتماد رایه تر اوسه اخیستې خو رسنیو ته یې بیا دا اعلامیې راوتلي چې د جګړې په میدان کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي او د اسلامي امارت د مجاهدینو جنګي ماشین یې فلج کړی دی.
موږ نه پوهیږو دغه نوي چارواکي په کوم خارق العاده ځواک او پلان باندې سمبال دي چې هغه مجاهدین چې د نړۍ د ۴۸ هیوادونو اشغالګرو پوځیانو په اوولس کلونو کې مات نه کړای شول او نه یې جنګي ماشین ورفلج کړ، مګر دوی یې په دوو اونیو کې له منځه وړي.
معلومه خبره ده چې د ګوډاګي رژیم د جنګ وزیرانو دا ځل دروغو ته کار ویلی، نو ځکه یې پیل په داسې هیښوونکې دعوو، تبلیغاتو او لاپو کړی چې ښایي خپله هم باور ورباندې ونلري.
باید واضحه کړو، چې د افغانستان اسلامي امارت کوم محدود چریکي سازمان نه دی او نه یې د جهادي تشکیلاتو وضعیت داسې دی چې په عملیاتو، چاپو او بمبارونو دې محو یا په اصطلاح جنګي ماشین یې فلج کړای شي. دا د یوه بشپړ ملت له منځه راپنځیدلی، سرتاسري قیام دی، چې خورا ژورې ريښې او او پاخه بنیادونه لري. که دغه خوځښت په عملیاتو او زور کارولو له منځه تلای خو موږ ټول شاهدان یو چې تېر اوولس کلونه ورباندې د اشغالګرو او ګوډاګیانو لخوا هر وړ جنګي ستراتیژۍ، عملیات، بمبارونه، چاپې او دسیسې تجربه شوې. اما جهادي خوځښت د دې په ځای چې له منځه لاړ شي لا یې څپې توپاني او د پوښښ ساحه یې پراخه شوه.
په پای کې باید د ګوډاګي رژیم لاپه وهونکو ته ووایو چې د جهادي عملیاتو نسبي کمبود طبعي عوامل لري چې دا د هر کال معمول دی او هر څوک ورباندې علم لري، نو بناء په بې بنسټه ادعاوو له دې اضافه په ځان پورې نړۍ مه خندوئ.