مهم_خبـــــــــــــــر: پکتیا کي په جګړه کې نیول شوي ۱۶ عسکر له تضمین ورکولو وروسته بیرته خوشي شول

تیر ماښام د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې ۱۴ تنه په جګړه کې نیول شوي عسکر  دسیمي د قومي مخورو او د یوه تن متنفذ روحاني شخصیت په وساطت، د کلکو ضمانتونو په ورکولو او له ولس سره د اسلامي امارت لخوا له عاطفې څخه ډک چلند په اساس خوشي شول او عادي  ژوند ته […]

تیر ماښام د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې ۱۴ تنه په جګړه کې نیول شوي عسکر  دسیمي د قومي مخورو او د یوه تن متنفذ روحاني شخصیت په وساطت، د کلکو ضمانتونو په ورکولو او له ولس سره د اسلامي امارت لخوا له عاطفې څخه ډک چلند په اساس خوشي شول او عادي  ژوند ته د ورګرځيدو په منظور خپلو کورنیو ته واستول شول.

د یادونې وړه ده چې سږ کال په اوړې کې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د فتحې په مهال د دښمن ۱۶ تنه عسکر ژوندي نیول شوي وو چې ۲ تنه يې څه موده مخکې او ۱۴ تنه نور يې اوس له بنده ازاد کړل شول.

له بند څخه د خوشي کیدو په مهال بندیانوته یوه یوه جوړ کالي، او ۵۰۰۰ افغاني د کرايي په ډول ورکړل شوې او په راتلونکي کي داصلاح کیدو غوښتنه ترې وشوه.

د دښمن د عسکرو په وړاندې د مجاهدینو دغه اسلامي، افغاني او انساني چلند په داسې حال کې ترسره کیږي چې د مقابل جهت په زندانونو کې زرګونه افغانان د شک او اتهامونو په اساس په کلونه په زندانونو کې ساتل کیږي، وخت په وخت ځورول کیږي، شکنجه کیږي او غیر انساني برخورد ورسره کیږي.

اسلامي امارت  پخپل دغه اقدام سره یوځل بیا ثابته کړه چې که يې د دښمن په مقابل کې پريګنده کوزار او له پښو غورځول زده دي، همدا ډول د عفوې او عاطفې صفت هم له ځانه سره لري او نه غواړي چې هغه افغانان چې واقعیت درک کړي، د کفارو له ملاتړ څخه پيښمانه شي او دا ډاډ رامنځته شي چې بیرته د دښمن لیکو ته نه ورځي، وځوروي، یا يې له خپلو کورنیو څخه جلا د بندیانو په ډول وساتي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی.

۱۴۳۹/۴/۲۰ هـ ق
۱۳۹۶/۱۰/۱۷ هـ ش ــ 2018-1–7م