مذاکرات او نوري بهانې…!؟

د ورځي خبره : ښایي د اسلامي امارت په تاریخ کې دا لومړی ځل وي چې پخپل موقف کې یې تر سختۍ نرمۍ ته ډېره ترجیح ورکړي وي، هغه په دې خاطر چې د ګران هیواد علیا مصالح او د افغان ولس د اوږدې غمیزي پایته رسول په همدې کې نغښتی ګڼي. که چیري دا […]

د ورځي خبره :

ښایي د اسلامي امارت په تاریخ کې دا لومړی ځل وي چې پخپل موقف کې یې تر سختۍ نرمۍ ته ډېره ترجیح ورکړي وي، هغه په دې خاطر چې د ګران هیواد علیا مصالح او د افغان ولس د اوږدې غمیزي پایته رسول په همدې کې نغښتی ګڼي. که چیري دا هیله په ناامیدي بدلیږي؛ بیا له مجاهدینو سره یوازنی هغه موقف پاتي کیږي چې تردې وړاندي یې غوره کړی و.
له اشغالګر لوري سره مذاکرات، لکه څنګه چې یې اسلامي امارت همیشه د یو غوره آپشن په ډول وړانديز کړی؛ له ښه مرغه چې پس له 18 کالو امریکا هم دې پایلې ته ورسیده او زړه نا زړه یې د جګړې پرځای د تفاهم لارې ته مخه کړه. ولي متاسفانه چې بیا یې هم کړه وړه، له مذاکراتي پروسې سره د هغوی عدم دلچسپي جوته وي. د ټرمپ ټویټ یې ښه بیلګه کیدای شي.
د مذاکراتي لړۍ له بیا راپیل کیدو سره، امریکایی جهت له یوې نوې غوښتني سره رامخ ته شو، چې هغه له امارت نه په جګړه کې د کمښت مطالبه وه.
دا مطالبه یې هم د امارت له لوري ومنل شوه، اوس نو توپ د دوی په اړخ کې پروت دی چې څنګه یې وهي. آیا رښتیا هم دوی د مسئلې حل غواړي، او که تردې ور ها خوا موضوع ته د طول ورکولو په پوښ کې نوري موخي لټول غواړي.؟
نښي نښانې دا ښيي چې امریکایی لوري د تاوتریخوالي د کمښت پر تعریف نور وخت هم ضایع کول غواړي، په داسي حال کې چې دا تنها د کابل ادارې د یوې وړې برخي هغه مطالبه ده چې فقط د سولې د مخنیوي لپاره یې د یوې وسیلې په توګه کاروي.
اسلامي امارت ښودلې چې په صادقانه ډول د افغانستان د اشغال د خاتمې او په هیواد کې د سوله ایز ژوند د تأمین په غرض هم د جنګ او هم د سولي میدان ته را وړاندي شوی، ترڅو چې د افغانستان خپلواکي تر تهدید لاندي وي هیڅکله به پر یوه نقطه هم معاملې ته تیار نشي او نه به د چا د فشارونو په پایله کې د سپیڅلي جهاد او د کامل استقلال په لاره کې د ورکړل شویو قربانیو بې قدري وکړي.
پکار دا ده چې امریکایی لوری هم د افغانستان د مسئلې په عمق او د افغان ولس د غوښتنو په حقیقت ځان پوه کړي او په رڼا کي یې له فروعي او غیرمربوطه کړنو یا اضافي غوښتنو څخه منصرف شي او د موضوع د آساسي حل لوري ته توجه وکړي. ترڅو دا قیمتي موقع او وخت ضایع نشي. چې دا هم د امریکا او هم د افغانستان پخیر تمامیدای شي.

پای ……….!

2020 – جنوري 21