طالبان او د امریکايي اشغال په مقابل کې یې مقاومتي تدرُج

احمد مختار په افغانستان باندې د امریکایانو یرغل د افغانستان د تاریخ یو تر ټولو حساس پړوا دی. په دې تاریخې پړوا کې په داسې حال کې چې له نظامي، اقتصادي او تخنیکي پلوه یوه تر ټولو مقتدر ځواک پر افغانستان یرغل وکړ په مقابل کې یې داسې یو تش لاسی او جګړو ځپلی ملت […]

احمد مختار

په افغانستان باندې د امریکایانو یرغل د افغانستان د تاریخ یو تر ټولو حساس پړوا دی.

په دې تاریخې پړوا کې په داسې حال کې چې له نظامي، اقتصادي او تخنیکي پلوه یوه تر ټولو مقتدر ځواک پر افغانستان یرغل وکړ په مقابل کې یې داسې یو تش لاسی او جګړو ځپلی ملت ولاړ و چې تر همدې لحظې یې لا د شوروی اشغال له جګړو او ستونزو څخه  د ارامي سا نه وه اخیستې.

هوکې! د وخت د تر ټولو ځواکمن غلیم په مقابل کې افغان مجاهد ولس د طالبانو په مشرۍ په تش لاس جهادي مقاومت پیل کړ، داسې مقاومت چې په خورا استقامت او ثبات یې د اشغالګرو له ټول پوځي برلاسي سره د بریالیتوب تر مرحلې ورساوه ، نه يي د مقاومت په دې ستونزمنو شرائطو کې له خپل جهادي مسیره انحراف وکړ او نه یې هم له خپلو جهادي او شرعي اهدافو څخه تنزل وکړ.

غواړو په مختصره توګه د قرن د دې حیرانوونکې معجزې (د امریکايي اشغال په مقابل کې د طالبانو جهادي مقاومت) او د هغه تدریجې مرحلو ته ځغلنده  نظر وکړو.

د مقاومت ابتدايي مرحله

طالبانو د امریکايي اشغال په پیل کې د یوه پوځي تکتیک په توګه له ښارونو او پوځي مراکزو څخه پرشاتګ وکړ.

هغوی په دې پرشاتګ سره د امریکا او متحدینو د اوږدې او درنې جګړې په مقابل کې دوه مهم اهداف تر لاسه کړل:

لومړی هدف دا چې خپل بشري ځواک یې د امریکا او متحدینود درنو بمباریو له کبله له تلف کیدو څخه وژغوره.

دوهم دا چې خپلې لاس لرلې وسلې او پوځي تجهیزات یې د مقاومت د بیا پیلولو په غرض نسبتا خوندي ځایونو ته له ځان سره ولیږدول.

د ۲۰۰۵ او ۶ کال په پیل کې کله چې د امریکايي اشغالګرو خلاف د اسلامي امارت پوځي تشکیلات اعلان او مقاومت په سرتاسري ډول پیل شو نو طالبانو ټولې خوندې کړې وسلې را سربیره او له امریکایانو او د هغوي له متحدینو سره یې ورباندې مقاومت پیل کړ.

د مقاومت په ابتدايي مرحله کې طالبانو په تدریجې ډول د اشغالګرو په وړاندې خپل پوځي فعالیتونه منسجم کړل.

په یادو پوځي فعالیتونو کې د هغوی اساسي ترکیز د خپلو ځواکونو په تنظیمولو او هغوي ته د اشغالګرو خلاف د مقاومتي روحیې ورکولو باندې و.

په دې مرحله کې طالبانو د اشغالګرو په و ړاندې له جبهي جګړو او په رڼا ورځ له غلچکي بریدونو څخه ځان ساته .

د ۲۰۰۲ کال د دسمبر په میاشت کې یواځې د پکتیا په شاهي کوټ د طالبانو د یوه تکړه قومندان شهید سیف الرحمن منصور، په خوست کې د مولوي جلال الدین حقاني او د کندهار په بولدک کې د شهید مولوي عبدالرحیم له جبهاتو پرته چې د امریکايي ځواکونو په مقابل کې یې جبهه يي مقاومت کاوه، نور د ټول هیواد په کچه طالبانو خپل پوځي فعالیتونه تر محدودو غلچکي بریدونو محدود وو.

په ۲۰۰۴ کال کې افغانستان ته د آیساف تر تشکیل لاندې د صلیبي یرغلګرو ځواکونو په رارسیدو سره  په تدریجې ډول په هلمند، کندهار، نورستان، کونړ، غزني، زابل او اوروزګان کې جهادي عملیاتو زور واخیست.

د مقاومت منځنۍ مرحله

له ۲۰۰۷ څخه وروسته  مقاومت د هجومې روحیې په خپلولو سره تقریبا هیواد شموله او د هلمند، کونړ، نورستان او خوست په ځینو عملیاتو کې طالبانو د لومړي ځل لپاره د عملیاتو په مهال امریکايي وسلې غنیمت کړي.

له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۰ کال پوري د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د مقاومت څپه ډیره ګرمه او سرتاسري وه.

په دې مرحله کې په هلمند ، کونړ، کندوز، کندهار ، خوست ، کاپیسا ، میدان وردګ ، غزني ، لوګر، زابل ، پکتیا ، بدخشان او د هیواد ګوټ ، ګوټ کې د اشغالګرو په وړاندې د مقاومت سنګرونه داسې ګرم شول چې د ۲۰۱۰ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو اعلان وکړ چې دا میاشت د هغوی لپاره تر ټولو خونړۍ او په ټول افغانستان کې د طالبانو د پوځي عملیاتو د تشدید له وجې د  ۲۰۱۰ کال  د بهرنیانو لپاره تر ټولو خونړی کال وو چې په ترڅ کې یې  تر ۷۰۰ زیات بهرني پوځیان د طالبانو په هجومي بریدونو کې مړه او په زرګونو نور ټپیان شول .

د امریکايي یرغل په تیره ۱۶کلنه دوره کې دا مرحله تر ټولو ګرمه او د اشغالګرو لپاره خونړۍ مرحله وه چې بالاخره یې د امریکا د وخت جمهور رئیس بارک اوباما مجبور کړ چې د ۲۰۱۴ کال د جولای میاشت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ وروستۍ نیټه اعلان کړي.

پر دې سربیره دا مرحله په نړیواله کچه د مقاومت د شهرت او د امریکا په شمول د یو شمیر لویوځواکونو لخوا د طالبانو د په رسمیت پیژندلو لامل هم  شوه.

په همدې مرحله کې امریکایان مجبور شول له طالبانو سره د خپل اسیر پوځي افسر بو برګدال د خلاصون لپاره مخامخ مذاکرات وکړي چې د هغو په ترڅ کې د امریکایانو له وحشي زندان ګونتنامو څخه (۵) تنه لوړ پوړي طالب بندیان تبادله شول.

همداراز په دې مرحله کې امریکایان مجبور شول له طالبانو سره د خبرو لپاره هغوی ته په قطر هیواد کې دد فتر خلاصول ومني.

همدا ډول د دې جهادې مرحلې له برکته پر نړیوالو هغه امریکايي اغیز چې ټوله نړۍ یې تر دهشت لاندې وه او هیچا یې په مقابل کې د څه ویلو او کولو جرئت نه درلود کمزوری او بي اغیزه شو چې له امله یې د امنیت شورا د دائمو غړیو په شمول (روسیې او چین) ډیرونورو هیوادونو هم په افغانستان کې د جهادي مقاومت (طالبانو) په مشروعیت اعتراف او ځینو یې غیر رسمي حمایت وکړ.

د مقاومت فعلي مرحله

د امریکايي اشغال په وړاندې د طالبانو په مشرۍ  افغان جهادي مقاومت د دې لامل شو چې  بالآخره د امریکا د وخت ولسمشر بارک او باما د ۲۰۱۵ کال د جنوري په لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې تر دې وروسته مونږ په افغانستان کې هغه عملیات چې په ۲۰۰۱ کې مو پیل کړي، پای ته رسوو او نور غواړو خپل ټول ځواکونه له افغانستانه پرشا کړو.

نوموړي وویل  چې یواځې ۸۲۰۰ امریکايي پوځیان به په افغانستان کې د داخلي ځواکونو د روزنې او هغوي ته د مشورې ورکولو لپاره پریږدي.

له افغانستان څخه د امریکايي اشغالګرو او دهغوی د صلیبي ملاتړو د عقب نشیني اعلان په حقیقت کې د افغان ویاړلي ولس په لاس تر انګریزي او شوروي امپراتوریو ورسته د امریکايي امپراتوري د ماتي اعلان هم و چې غربي مستکبرینو ته د دې ترخه حقیقت منل د هغوي د نړیوال وجاهت له ترپښو لاندې کولوسره معادل و.

هماغه و چې د امریکا جمهوریت غوښتونکي ګوند واکمنانو له افغانستان څخه د ټولو امریکايي عقب نشیني د امریکايي غرور او وجاهت د ترپښو لاندې کولو په معنی وباله .

د ۲۰۱۷ کال په پیلیدو سره د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تحلیف په مراسمو کې د جمهوریت غوښتونکو په استازیتوب له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د عقب نشیني په  اړه  د بارک اوباما پریکړه معطله او د بیلابیلو پلمو په ارائه کولو سره یې په جزئي ډول په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتي کیدو پریکړه وکړه.

که څه هم چې په امریکا کې د بهرني سیاست اساسي کرښې د هغه هیواد کانګریس ترسیموي خو په کانګریس کې د امریکا د دوو سیاسی ګوندونو ( دیموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو ) د غړیو نظر هم له پامه نشي غورځید لای.

په افغانستان کې د جهادي مقاومت روانې بریالۍ مرحلې په مجموع کې اوس  امریکایان ، د هغوي کانګریس او پنټاګون دواړه  له داسې تردد سره مخ کړي چې نه له افغانستان څخه د کلي پرشاتګ او نه هم دلته د پاتي کیدو تصمیم نیولی شي.

خو افغان مجاهد ولس په خپل برحق مشروع جهاد باندې د بریالیتوب په باور او د الله په نصرت باندې په پوره اعتماد سره د امریکايي اشغال په مقابل کې خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

د اشغالګرو په وړاندې د مقاومت فعالي مرحله  د مقاومت له ابتدايي مرحلې سره د قربانیو ، سرښندنو او فداکاریو یو نه شلیدونکی تسلسل دی چې امریکایان ، ناټو تړون او ټول یرغلګر یې له شکست او رسوايي سره مخ کړي دي .

که ټرمپ او د هغه نړیوال متحدین او همدا راز په افغانستان کې د هغوي بي ننګه مزدوران هرڅومره د غیرتي مجاهدینو په خلاف تبلیغات کوي ،  دا شرعي مقاومت په ناسمو نومونو یادوي ،  د هغه په خلاف له وحشت نه کار اخلي او د ډول ډول وحشتونو او جنګي ستراتیژیو په اعلانولو سره دلته د اشغال اوږدولو او جګړې غزولو کوښښ کوي خو افغان ولس به یې د مجاهدو طالبانو په قیادت کې په وړاندې خپل مشروع جهاد جاري ساتي او د دغو ټولو وحشتونو د ختمولو لپاره به یې بیاهم اساسي او آخیري پریکړه د مقاومت د فعلي مرحلې په  تداوم سره د قربانیو ، سرښندنو او مسلح جهاد په برکت د بریالیتوب وروستي پړاو ته ځان رسول وي.

ان شاء الله