جهادي ابتکارونو دښمن وارخطا کړی

مجاهدین په ټول هیواد کې د یرغلګر او ګوډاګي دښمن پرضد له بیلابیلو نوښتونو او تکتیکونو څخه کار اخلي، د مجاهدینو ابتکاري ګوازونو دښمن سرسامه کړی، نه پوهیږي چې څه وکړي او څه ووایي، د یوې پېښې په اړه ضدونقیض څرګندونې کوي چې همدې کار یې پرخپلو وسله والو هم نسبي اعتبار کم کړی دی. […]

مجاهدین په ټول هیواد کې د یرغلګر او ګوډاګي دښمن پرضد له بیلابیلو نوښتونو او تکتیکونو څخه کار اخلي، د مجاهدینو ابتکاري ګوازونو دښمن سرسامه کړی، نه پوهیږي چې څه وکړي او څه ووایي، د یوې پېښې په اړه ضدونقیض څرګندونې کوي چې همدې کار یې پرخپلو وسله والو هم نسبي اعتبار کم کړی دی.

پرون استشهادي اتلانو کابل کې د دښمن پر درې مهمو مرکزونو حملې وکړې، د شپږمې حوزې پر مرکز، ورسره نژدې د جلب وجذب پر ودانۍ او په دولسمه ناحیه کې د ارزان قیمت سیمه کې پر استخباراتي پټنځای اتلوال بریدونه وشول، جګړې شپږ ساعته دوام وکړ.

فدایي مجاهدینو په ډير مهارت سره پر د ښمن  کامیاب بریدونه وکړل، د وسایلو او وسایطو د لوی زیان  سره څنګ یې ۱۷۳ تنه دکابل ادارې د بیلابیلو ارګانونو وسله وال او استخباراتي کسان مړه او ټپیان کړل او مجاهدین خپل هدف (د شهادت لوړ مقام) ته ورسیدل.

همدا راز بغلان ولایت کې مجاهدینو تالا وبرفک ولسوالي په بشپړه توګه فتحه کړه، دښمن د ځاني او تجهیزاتي زیان سره مواجه شو.

دې بریدونو ثابته کړه چې کابل اداره که د یرغلګرو سره هر څومره تړونونه لاسلیک کړي او هر څومره د غلامۍ په ډنډ کې غوپه شي، د خپلو خلګو په شهادت او شتمنۍ لوټلو کې د اشغالګرو ملا وتړي، خو  د مجاهد ولس د انتقام څخه به خلاص نشي، د ولس مجاهد بچیان به یې د سيمټي دیوالونو او د خاورو د لویو بوجونو شا ته هم په ارامه پرې نږدي.

مجاهدین که د ګران هیواد په هره برخه کې وغواړي، هلته عملیات کولای شي، داسې عملیات چې دښمن ته لوی زیان ورسوي او داسې یې سربداله کړي، چې د مجاهدینو د ورتګ او مقاومت لوری تر ې ورک شي، یوه خوا بله خوامنډې وهي، ولسي وګړي او د هستوګنې سیمې په نښه کوي او پای په تېښته یا مرګ محکوم شي.

د اسلامي امارت د مجاهدینو پوځي نوښتونو دښمن سخت وارخطاء کړی، حتی په کابل ښار کې د خپلو مرکزونو ساتنه نشي کولای، په ولسوالیو او اطرافي سیمو کې مجاهدین هره ورځ  ګڼ شمېر پوستې فتحه کوي، په جوپو جوپو عسکر مجاهدینو ته تسلیمیږي او کوم کسان چې په جګړې ټینګار کوي، د مجاهدینو د بریدونو له ډاره تښتي او یا له منځه وړل کیږي.

د کابل رژیم په لیکو کې ولاړ ټول کسان باید په دې پوه شي، چې د امریکایي ګټو قرباني دي او د خپل ولس پر ضد د پردیو موخولپاره جنګیږي، دوی د فرصت څخه باید سالمه استفاده وکړي، د اسلامي امارت غیږې ته پناه راوړي، اسلامي امارت د دوی د سر او مال د حفاظت تضمین کوي.