تهران ته د اسلامي امارت د هېئت د سفر په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

تیره ورځ د اسلامي امارت یو هېئت د سیمې له هیوادونو سره د تماسونو په لړ کې تهران ته ورسید. دغه هېئت د ایران مرکز تهران ته استول شوی، تر څو له اشغال څخه وروسته افغانستان او سیمې ته د سولې او امن د اعادې په اړه له ګاونډي هیواد ایران سره خپل نظر شریک […]

تیره ورځ د اسلامي امارت یو هېئت د سیمې له هیوادونو سره د تماسونو په لړ کې تهران ته ورسید.
دغه هېئت د ایران مرکز تهران ته استول شوی، تر څو له اشغال څخه وروسته افغانستان او سیمې ته د سولې او امن د اعادې په اړه له ګاونډي هیواد ایران سره خپل نظر شریک کړي.
د اسلامي امارت هېئتان وخت په وخت د سیمې مختلفو هیوادونو ته سفرونه لري، ترڅو د هیوادونو سیاسي او اخلاقي ملاتړ او د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو د سولې او امن د اعادې په منظور د هغوی همکاري را جلب کړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۵/۴/۱۴۴۰هـ ق
۱۱/۱۰/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/1/1م