امریکا: آیداهو ایالت کې د نظامی چورلکې د لوېدو پېښه کې د ملي ګارد درې تنه وژل شوي

د امریکا متحده ایالتونو په آیداهو ایالت کې یوه نظامي چورلکه د تربیتي الوت پر مهال لوېدلې، چې له امله یې د ملي ګارد درې تنه چارواکي وژل شوي دي. د سپوتنیک خبري اژانس د مالوماتو پر بنسټ دغه (UH_۶۰) بلک هاک نظامي چورلکه د چهار شنبې په ورځ د تربیتي الوت پر مهال ”لاکي […]

د امریکا متحده ایالتونو په آیداهو ایالت کې یوه نظامي چورلکه د تربیتي الوت پر مهال لوېدلې، چې له امله یې د ملي ګارد درې تنه چارواکي وژل شوي دي.

د سپوتنیک خبري اژانس د مالوماتو پر بنسټ دغه (UH_۶۰) بلک هاک نظامي چورلکه د چهار شنبې په ورځ د تربیتي الوت پر مهال ”لاکي پیک“ سیمه کې، چې د آیداهو ایالت له مرکز ”بویسي“ سره نږدې موقعیت لري، د واورې او باران د اورشت له امله په یوې غرنۍ سیمه کې لوېدلې ده.

د آیداهو ایالت اړوند یوه تن چارواکي رسنیو ته ویلي، د هوا د خراب والي له امله دوی په لومړي سر کې نه دي توانېدلي چې د پېښې ځای ته رسیدګي وکړي، البته مرستندویه ټیم چې د ځمکې له لارې د پېښې ځای ته رسېدلی ویلي، چې د چورلکې ټوله عمله له منځه تللې ده او هیڅوک هم ژوندي نه دي پاتې شوي.

امریکایي چارواکو رسنیو تر اوسه د یادې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.