اسلامي امارت  اسلامي نظام حاکم کړ/ دوهمه برخه

مفتي عبدالکریم لیکوال او داسلامي فقهې متخصص دوزیرانو؛والیانو او نورو چارواکو عزل او نصب هم همداسې و؛ دامارت ټوله دوره کې داسې نه دي راغلي چې کوم وزیر یاوالي له خپلې دندې ګوښه شوی اوهغه حکم نه وي منلی ؛ په اسلامي امارت کې دامیرالمؤمنین دحکم نه منلو او نه نافذېدا تصور بېخي نه شو […]

مفتي عبدالکریم

لیکوال او داسلامي فقهې متخصص

دوزیرانو؛والیانو او نورو چارواکو عزل او نصب هم همداسې و؛ دامارت ټوله دوره کې داسې نه دي راغلي چې کوم وزیر یاوالي له خپلې دندې ګوښه شوی اوهغه حکم نه وي منلی ؛ په اسلامي امارت کې دامیرالمؤمنین دحکم نه منلو او نه نافذېدا تصور بېخي نه شو کېدای .په شرعي نظام کې دمسلمانانو امیر غیر مسئول واجب الاحترام نه وي او نه یې خبره داسې دکاڼي کرښه وي چې به ترې په هیڅ صورت کې رجوع نه کوي.

موږ امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی معصوم نه ګڼو او نه یې دخطا او غلطۍ نه بري بولو.خو خوبې یې دا وه چې که چا خپلې خطا ته متوجې کړیدی منلې یې ده او چې چا معقولې مشورې ورکړیدي نو خپلې پرېکړې یې بدلې کړیدي.

په اسلامي نظام کې یوه مهمه خبره دا ده چې بیت المال سره به احتیاط کېږي خو بیت المال به کنجوس نه وي او نه به دمالونو جمع کولو او خزانو ډکولو په فکر وي، بلکې بیت المال ته چې څومره مال راځي داسلامي واکمنۍ دسرحداتو په ساتنې؛عسکري تیاریو؛عام المنفغه کارونو او د رعیت داړتیاوو په پوره کولو،دقاضیانو،والیانو،مفتیانو،استاذانو؛ائمه و او نورو موظفینو داړتیاوو په پوره کولو کې به مصرفېږي.

دیتیمانو،کونډو؛معذورینو؛بې څوکه او دکارکسب نه عاجزو خلکو کفالت به ترې کېږي او د یتیمانو ودونه به هم له بیت المال نه کېږي او داسې نور…. اسلامي امارت دخپل توان سره سم په دې یادو امورو کې دبیت المال مصرف ته ژمن و؛ زه دا نه وایم چې داسلامي امارت دوخت بیت المال به دخلفاء راشدینو دوخت دبیت المال په څېر و او سل په سلو کې به په هماغه ځایونو کې مصرف شوی وي په کومو کې یې چې مصرف پکار و ؛پدې کې به داسلامي امارت دمشرانو کمزوري هم وه خوکه رښتیا وویل شي نو بیت المال دومره پیسې هم نه درلودلې چې دا ټولې اړتیاوې ترې پوره شوې وای.

داسلامي امارت سره نړۍ دیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې پرې کړې وې ؛جنګ پرې مسلط و او بیت المال ته دمال راتلو لارې محدودې وې چې هغه یو څو ګمرکات وو او بس.

نو ځکه اسلامي امارت په خپلو محدودو وسایلو دخپلو سرحداتو ساتنې،ددښمن پرضد جنګ او دنظام،ادارې او دولتي چوکاټ جوړولو ته ډېره توجه ورکړې وه؛ددفاع،قضا،لوړو زده کړو، ښوونې روزنې او صحت عامې ادارې یې فعالې او پرې زیات مصارف یې وکړل او پدې ادارو کې کارکونکو ته یې دمعاشاتو زیاتولو هڅې هم وکړې ځکه چې ددې ادارو فعالولو ته د ولس اړتیا ترټولو زیاته وه.

اسلامي امارت په خپل کمزوري اقتصاد دبیا رغاونې او رفاه عامه کارونه هم روان ساتلي وو؛زیاتره لویو ښارونو کې دننه وران سرکونه یې جوړ کړل او دسقوط نه وړاندې یې دکابل جلال آباد او د کابل کندهار د سرکونو دجوړولو کار پیل کړ چې دا دواړه ډېرې سترې پروژې وې.

په کمې بودیجې ځکه اسلامي امارت ډېر کارونه کولای شول چې دبیت المال یا ملي پانګې سره به ډېر احتیاط کېدلو او دلوټمار نه خوندي و، نو والیانو او وزیرانو ته به هم ایله همدومره پېسې ورکول کېدې چې په مشکله پرې دمیاشتې ګوزاره کېدله؛ داسلامي امارت یو وزیر یا والي هم څوک داسې نه شي ښودلی چې په کابل کې یې کور اخستی وي بلکې ماته داسې وزیران معلوم دي چې داشغالګرو دحملې په ورځوکې دکابل نه دراوتلو پرمهال دنانوایانومقروض وو ؛زامنو یې بیا ډېر وروسته په بهرنیو هېوادونو کې مزدوري وکړه او دنانوایانودا قرضونه یې ورکړل.زه منم چې دبیت المال سره به بې احتیاطي هم شوې وي خو په لویه کچه بیت المال سره احتیاط ته ژمنتیا موجوده .

په اسلامي نظام کې دامر بالمعروف اونهی عن المنکر شتون ډېر اړین دی ؛ اسلامي امارت دې وجیبې ته ښه ژمن و ؛ ددې لپاره یې وزارت اوپه هر ولایت کې څانګې لرلې ؛ داڅانګې ښې فعالې وې اوامارت یې لا فعالولوته ښه توجه کوله .

هو! موږ منوچې دلته خطاګانې شویدي ؛ داسلامي دعوت چې کوم اسالیب دي پوره نه وو مراعت شوي ؛ په ځینو ځایونوکې د ولس سره زشت سلوک شوی، بلکې  داسې څه هم شوي چې پکې دخلکو سپکاوی شوی اوهمدې شي داسلامي امارت رنګه هم بده کړی وه، نوځکه ورته داسلامي امارت مشران متوجه شوي وو ؛ اصلاحات یې هم شروع کړل خو پسې ژر بیا اشغال رامنځته شو.

 په اسلامي نظام کې اداري فساد بیخي دزغم وړ نه دی دا ټول خلک مني چې داسلامي امارت ټولې ادارې د اداري فساد او رشوت نه پاکې وې.

هو! په ځینو ځایونو کې دقاضیانو او ولسوالانو نه درشوت اخستلو شکایت کېدلو چې اسلامي امارت یې دازالې لپاره ډېرې هڅې کولې؛قاضیانو ته یې معاشات څو چنده زیات کړل او ولسوالان به یې ډېربدلول او دکره ثبوت په صورت کې به یې لازمه سزا ورکوله او په کورونو به یې  کینول.

داسلامي امارت ددې مشرانو په اړه موږ دادعوه نه لروچې دوی دخیرالقرون دسترورجالوسره برابرخلک وو، یا یې نظام بیخي هماغسی ولکه دخلفاء راشدینو،خوله دې هم باید سترګې پټې نه شي چې دوی دشرعي نظام دقیام په مقصد  ډېرې قربانۍ ورکړیدي ؛ په اصولي لحاظ داسلامي امارت نظام   کامل شرعي نظام و ؛داسې شرعي چې نه یواځې په اوسنۍ نړۍ کې، بلکې که څوپېړۍ وړاندې هم ولاړشو،داسې  شرعی نظام به ونه مومو؛ ددې نظام مشران شرعي اصولوته کاملاً ژمن وو، او په دې لارکې یې دټولې نړۍ  پروا نه لرله چې دا ددوی دالوالعزمۍ ډېرلوی دلیل و .

ددې قافلې کومو ملګروچې له نړۍ نه سترګې پټې کړیدي، الله تعالی دې یې قربانۍ قبولې اوفردوس جنت کې عوضونه ورکړي اوچې کوم ژوندي دي، الله تعالی دې یې حافظ، ناصراومعاون شي اوپه راتلونکې کې دې دتېرنه هم دښه نظام دنفاذ توفیق ورکړي .

آمین یارب العالمین .