زابل کې د روژې په راتګ سره د خوارکي توکو بیې لوړې شوې دي

  د دې ولایت اوسیدونکي وایي چې د روژې مبارکې د میاشتي په راتګ سره په دې ولایت کې د اولیه خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې شوې دي او د مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چې په بازار کې نرخونه کنترول او د احتکار مخه ونسي. امین الله یو تن وایي د یو لړ اقتصادي […]

 

د دې ولایت اوسیدونکي وایي چې د روژې مبارکې د میاشتي په راتګ سره په دې ولایت کې د اولیه خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې شوې دي او د مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چې په بازار کې نرخونه کنترول او د احتکار مخه ونسي.

امین الله یو تن وایي د یو لړ اقتصادي تر څنګ د روژې په راتګ سره د توکو بیې لوړې شوې دي او دوئ یې توان نلري چې خریداری يې کړي، نوموړي د ښاروالي له مسؤلینو څخه وغوښتل چې په ښار کې د احتکار مخه ونیسي او د توکو نرخونه کنترول کړي.

بلال وایي هر شی یو په دوه شوی او د خلګو اقتصاد خراب دی ، بل خوا نوموړی له علماء کرامو څخه غواړي چې د احتکار په اړه خلګو ته معلومات ورکړي او د دې لویې ګناه په اړه تر خلګو معلومات ورسوي، ترڅو کاروباریان او دوکانداران له احتکار څخه لاس واخلي، د دې ترڅنګ د ښاروالي له مسؤلینو څخه هم غوښتنه کوي چې په بازار کې په جدي توګه نرخونه کنترول کړي.

بل خوا د زابل ښاروالي مسؤلین وايي ټولو هټیوالو او دوکاندارنو ته یې لیکلی خبر ورکړی چې باید د هر څه په پیریدلو کې شرعي اندازه ګټه ترلاسه کړي، که تر هغې اندازې په زیاته ګټه څوک ونیول شو، د نغدي جریمې تر څنګ به یې دوکان هم د روژې مبارکې د میاشتې تر پایه پوري تړل کیږي.

د زابل ښاروال مولوي لطف الله لطيفي وایي د نرخونو د کنټرول او نظارت په موخه يې یوې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارلې؛ تر څو په ورځني ډول سره نرخونه کنټـرول او سرغړونکي مجازات کړي.

د ښاغلي لطیفي په خبره دا ستونزه په ټول هیواد کې شتون لري او علت يې د خپلو کورنیو تولیداتو د نه موجودیت او ازاد بازار پوري اړه لري؛ خو دوي بیاهم هڅې کوي چې د دوکاندارنو د بیلونو پر اساس نظارت وکړي او نرخونه کنترول کړي او هيڅ چاته به په نامناسبه کټه د توک پلورلو اجازه ورنکړي بلکي د شریعت په رڼا کې به یې مجازات هم کړي.