په شاجوی ولسوالۍ کې له ۱۵۵ کورنیو سره نقدي مرسته وشوه.

زابل   د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په زرګران سیمه کې د DRC موسیسې لخوا د ۱۵۵ غریبو او بې وزله کورنیو سره د ولایت مقام د سکتوري ریاست د استازي په شتون کې نقدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۲۸۰۰۰ اته ویشت زره افغانۍ ورکړل شوې. د سیمې خلکو د مرستې په […]

زابل

 

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په زرګران سیمه کې د DRC موسیسې لخوا د ۱۵۵ غریبو او بې وزله کورنیو سره د ولایت مقام د سکتوري ریاست د استازي په شتون کې نقدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۲۸۰۰۰ اته ویشت زره افغانۍ ورکړل شوې.

د سیمې خلکو د مرستې په تر لاسه کولو سره خوښي وښوده او له نورو موسیساتو څخه یې هم غوښتنه وکړه چې ورته مرستې دې ورسره وکړي او زابل ولایت ته ځانکړې پاملرنه وکړي.