په دوو جلا جلا غونډو کې د زابل ولایت د عملیاتي او ضربتي کنډکونو مجاهدینو ته دقران الکریم د تفسیر او ترجمې د پیل لپاره دیني علماء ور وپیژندل شول.

  ورځ دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۶ هـ ش. د زابل ولایت د ارشاد،حج او اوقافو رئیس مفتي محمد اسلام (واسیع) او ورسره مل پلاوي د زابل ولایت د عملیاتي او ضربتي کنډکونو د مساجدو څخه لیدنه وکړه او د قران الکریم د ترجمې لپاره یې دوه تنه علماء ور وپیژندل، چې د شعبان میاشتي د لومړۍ نیټې […]

 

ورځ دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۶ هـ ش.

د زابل ولایت د ارشاد،حج او اوقافو رئیس مفتي محمد اسلام (واسیع) او ورسره مل پلاوي د زابل ولایت د عملیاتي او ضربتي کنډکونو د مساجدو څخه لیدنه وکړه او د قران الکریم د ترجمې لپاره یې دوه تنه علماء ور وپیژندل، چې د شعبان میاشتي د لومړۍ نیټې څخه به پیل او د رمضان المبارک میاشتي پر ۲۵ نیټه به ختمیږي.
د ارشاد،حج او اوقافو رئیس ټول مجاهدین دیني زده کړو د ترلاسه کولو ته را وبلل نوموړي زیاته کړل، چې دا د قران الکریم حق دی، چې ټول مسلمانان ایمان ورباندي راوړي، قران الکریم په الفاظو زده سي ،په ترجمه زده سي احکام او هدایت یې عملي سي د روژې مبارکي میاشتي په رارسیدلو سره په دواړو مساجدو کې د قرآن الکریم ترجمه پیل شوه، چې د ضربتي کندک مسجد لپاره مولوي محمد اسماعیل او د عملیاتي کندک لپاره مولوي عبدالرحمن صاحب وټاکل شول تر څو د قران الکریم تفسیر او ترجمه وکړي.
په یاده غونډه کې، چې د ګڼو مجاهدینو تر څنګ د ضربتي کنډک مسؤل ښاغلي احمدالله اتل هم ګډون کړی وو ،نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو له رئیس او ورسره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د دوي لپاره یې د قران الکریم د تفسیر او ترجمې درسونه پیل کړل نوموړي د ټولو مجاهدینو څه وغوښتل؛ تر څو په پوره اخلاص،مینه او جدیت سره درسونه تعقیب کړي.
د عملیاتي کنډک مسؤل نورالله (صدیقي) هم د ورغلي پلاوي څخه مننه وکړه او د علم د ترلاسه کولو او د مجاهدینو د علمې سطحې د لوړولو لپاره ئې دا یو ښه او مهم ګام وباله .