میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو موسسه کې دلومړۍ دورې د مونوګرافونو دفاع وي پیل سوې.

۱۴۰۰/۱۲/۲۳ دامراسم چې نن دوشنبه د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو موسسې د غونډو په تالار کې جوړ سوي ول، پکښې دیادې موسسې رئیس، علمي مرستیال، دپوهنځیو رئیسانو استادانو او دزابل دځوانانو چارو عمومي مدیر هم ګډون کړی وو. د پروګرام پیلزه وینا دیادې موسسې رئیس پوهنیار روح الله مشال وکړه، مشال نوي […]

۱۴۰۰/۱۲/۲۳

دامراسم چې نن دوشنبه د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو موسسې د غونډو په تالار کې جوړ سوي ول، پکښې دیادې موسسې رئیس، علمي مرستیال، دپوهنځیو رئیسانو استادانو او دزابل دځوانانو چارو عمومي مدیر هم ګډون کړی وو.
د پروګرام پیلزه وینا دیادې موسسې رئیس پوهنیار روح الله مشال وکړه، مشال نوي فارغینو ته دمبارکۍ ترڅنګ یادونه وکړه، کوم ځوانان چې ټولني ته دخدمت په موخه وړاندي کیږي باید چې صورت او سیرت د رسول الله (ص) په سنتو برابر وي.

ورپسې علمي مرستیال پوهنمل حمدالله حمیم له ټولو هغو کسانو چې دفراغت په موخه وروستۍ دفاع کوي؛ په پوره جرائت، ارام او دوخت په نظر کې نیولو سره خپل موضوعات ارایه کړي.
په وروستیو کې د مونوګرافونو د دفاع لړۍ پیل سوه، چې لومړی دفاع دیادې موسسې دښوونې او روزنې پوهنځۍ دبیولوژي څانګې څخه
ذبیح الله نهضتمل پیل کړه او ور وپسي نورو محصلینو په نوبت خپل موضوعات ارایه کړل.