زابل کې (162) بیځایه شویو کورنیو سره (400) ډالر نغدي مرسته وشوه

    یاده مرسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالې کميشنرۍ يا يو ان اچ سې ار (UNHCR) په مالې ملاتړ د WADAN موسيسې په همکارۍ د زابل ولايت د کډوالو او بيرته را ستنيدونکو چارو رياست سره په همږغۍ تر سره شوه. د مسؤلینو په خبره دغه نرسته د زابل […]

 

 

یاده مرسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالې کميشنرۍ يا يو ان اچ سې ار (UNHCR) په مالې ملاتړ د WADAN موسيسې په همکارۍ د زابل ولايت د کډوالو او بيرته را ستنيدونکو چارو رياست سره په همږغۍ تر سره شوه.
د مسؤلینو په خبره دغه نرسته د زابل ولايت په شاه جوۍ، ميزانه ، ارغنداب ، شملزو، ترنک او جلدک ولسواليو او مرکز قلات کې( 162) داخلي بيځایه شو اړمنو کورنيو ته د بيا ميشته کيدو په خاطر د (بيا ځای پر ځای کيدو پروګرام) له طريقه ورکړل شوه چې هرې کورتې ته (400 ) امريکایی ډالر ور کول شول.