د نوبهار ولسوالۍ قومي مشرانو د زابل له مرستیال والي سره وکتل

  د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ قومي مشرانو نن په ولایت مقام کې په داسې حال کې د مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سره وکتل چې د دفتر رئیس ملا احمد مختار هم حضور درلود. راغلو مشرانو د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او د نوبهار ولسوالۍ […]

 

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ قومي مشرانو نن په ولایت مقام کې په داسې حال کې د مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سره وکتل چې د دفتر رئیس ملا احمد مختار هم حضور درلود.

راغلو مشرانو د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او د نوبهار ولسوالۍ د روغتیا، زراعت او پوهنې د سکټورونو په برخه کې یې شته ستونزې د حل په موخه ورسره شریکې او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د یادې ولسوالۍ ولسونه وچکالۍ او تیرو جګړو سخت ځپلي دي نو باید ولایتي اداري ورته خپله پاملرنه زیاته کړي .

د زابل مرستیال والي د نوبهار ولسوالۍ د راغلو قومي مشرانو د خبرو او ستونزو له اورېدو وروسته وویل چې ولایتي اداره په ټولو ولسوالیو کې متوازن انکشاف او ټولو ولسونو ته د یو ډول خدماتو وړاندې کولو ته ژمنه ده او کوشش به وکړي چې دولتي خدمات د لیرو پرتو ولسوالیو هغو برخو ته وغځوي چې په تېرو شلو کلونو کې ورته ځانګړې پاملرنه نه وي شوې او خلک یې د هر ډول دولتي خدماتو او امتیازاتو څخه محروم پاتې شوي وو.