د قلات ښاروالۍ له لوري بازار ته د غیـرې معیاري اوړو د وړاندې کولو مخه ونیول شوه!

  د قلات ښاروال مـولوي لطف الله لطیفي په مشرۍ د یاد ریاست د یوشمــــــــیر کارمــــندانو په ځانګړو هڅو ښار ته د راتلونکو هغو اوړو مخـه ونیول شوه چې د تجار عبدالستار له لوري خراب او ســم اوړه سره ګډول او د سمو اوړو په بیه یې خرڅول. د ښاروال په هبره حاجي عبدالسـتار چې […]

 

د قلات ښاروال مـولوي لطف الله لطیفي په مشرۍ د یاد ریاست د یوشمــــــــیر کارمــــندانو په ځانګړو هڅو ښار ته د راتلونکو هغو اوړو مخـه ونیول شوه چې د تجار عبدالستار له لوري خراب او ســم اوړه سره ګډول او د سمو اوړو په بیه یې خرڅول.
د ښاروال په هبره حاجي عبدالسـتار چې له کـلونو یې په ښـاریانو هــمــدغه اوړه پلورلي اوس مهـال یې دوکانونه او سرای د کار او بار مخ تړل شوي او د ښاروالۍ له لوري څـــارنوالۍ ته معرفي شوی.

مولوي لطف الله لطیفي وویل چې د قلات ښـــاروالۍ رهبري او کاري ټیم شپه او ورځ د ښاریانو په خدمـــت کې ده تر څو په هره برخه کې د خپلو ښاریانو خدمت وکړي.
خو په ورته وخت کې قلات ښاروال ښــــاغلي لطیــفي وویل چې په یاده برخه کې ټول ښاریان مسـؤولیت لـري تر څو ددغه ډول کړنو پر وخت ښاروالي او یاهم بله اداره په جریان کې واچوي تر د هرې ستونزې د حل په موخه مو په ګډه سره کار کړی وي.