د زابل مرستیال والي د زابلي خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

  د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر نن په ولایت مقام کې د زابلي خبریالانو او د محلي رسنیو د مسئولېنو سره په داسې حال کې د همغږۍ ناسته وکړه چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کفیل شرافت ویاړ هم حضور درلود. د زابلي خبریالانو په استازولۍ عصمت الله عمري عبدالمقیم حلیمي او عصمت […]

 

د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر نن په ولایت مقام کې د زابلي خبریالانو او د محلي رسنیو د مسئولېنو سره په داسې حال کې د همغږۍ ناسته وکړه چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کفیل شرافت ویاړ هم حضور درلود.

د زابلي خبریالانو په استازولۍ عصمت الله عمري عبدالمقیم حلیمي او عصمت الله قایل خبرې وکړې د زابلي خبریالانو شته ستونزې او غوښتنې یې بیان کړې او زیاته یې کړه چې زابلي خبریالان د بیان د آزادۍ او د نوي حکومت ټولو اصولو او قوانینو ته ژمن دي او تل یې کوشش کړی چې د ولس رښتني اواز او ستونزو ته انعکاس ورکړي او د دولت غوښتنې او قوانین تر ولس پورې په ښه ډول سره ورسوي .

دوي همدارنګه له مرستیال والي څخه غوښتنه وکړه چې د زابلي خبریالانو سره دې مالي مرستې وشي ، معلوماتو ته دې لاس آسان شي او د همغږۍ ورته ناستې دې په دوامداره توګه دائري شي تر څو د ولایتي ادارې او خبریالانو تر منځ بشپړه همغږي قایمه شي.

د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د زابلي خبریالانو د خبرو له اورېدو وروسته وویل چې موږ د اسلامي اصولو او قوانیو په چوکاټ کې د بیان د آزادۍ ټولو اصولو او ستاسو قانوني غوښتنو ته ژمن یو او تل به کوشش وکړو چې د خبریالانو سره ښې اړیکې ولرو، وخت پر وخت معلومات ورسره شریک کړو او د خپل توان په اندازه به یې مادي او معنوي لاسنیوي وکړو.

د زابل مرستیال والي همدارنګه له زابلي خبریالانو څخه غوښتنه وکړه چې خپل رسالت او مسئولیت دې په ښه توګه ترسره کړي او په بې پري توګه دې په پوره اطمینان سره فعالیت ترسره کوي او د محرومو ولسونو حقیقي ستونزو ته دې واقعي انعکاس ورکوي او د ولس او دولت تر منځ دې د ارتباطي پُل په توګه ځانونه جوړ کړي.