د زابل عامي روغتیا ریاست کې یونیسف ادارې د پولیو پروګرام له لسو مسجدونو سره دسولر سیستم برابرو کومک وکړ.

  دزابل ولایت دعامي روغتیا ریاست تر چتر لاندي دیونیسف ادارې دپولیو کمپاین دعامه ذهنیت جوړونې په موخه دزابل حج اوقافو ریاست اړوند دمرکز او ولسوالیو په شمول له لسو هغو مساجدو سره دڅلور،څلور دانو شمسې ورکړې، ددغو مساجدو تعین د حج او قافو ریا ست لخوا شوی ، چې ددې سولر سیستمونو په فعالولو […]

 

دزابل ولایت دعامي روغتیا ریاست تر چتر لاندي دیونیسف ادارې دپولیو کمپاین دعامه ذهنیت جوړونې په موخه دزابل حج اوقافو ریاست اړوند دمرکز او ولسوالیو په شمول له لسو هغو مساجدو سره دڅلور،څلور دانو شمسې ورکړې، ددغو مساجدو تعین د حج او قافو ریا ست لخوا شوی ، چې ددې سولر سیستمونو په فعالولو سره به دیادو مساجدو دبرق او اوبو راکښلو په برخه کې ترې استفاده کیږي.

دعامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکم حکیمي دمراسیمو پر مهال وویل چې دوی دحج او قافو ریاست په غوښتنه او دیونیسف په کومک له لسو هغو مسجدونو سره، چې دبرق نه شتوالي ستونزه یې درلودي دسولرونو فعالولو همکاري وکړه.
په خبره یی هیله لرو چې یو نیسف د لا ښه ذهنیت جوړونې په موخه دمدارسو ، مساجدو او مکاتبو حمایت وکړي تر څو راتلونکي کې د پولیو په کمپاینونو کې مؤثر تمام شي.

پرهمدې مهال دزابل دحج او قافو رئیس مفتي محمداسلام واسیع هم دعامي روغتیا له ریاست او یونیسف ادارې د پو لیو د پروګرام همکاري څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چي دا به ټولو هغو مساجدو ته ورکول شي چې دبرق نه لرلو له امله داوبو نشتون او.نورو ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه چې دوی به دمرکز او ولسوالیو په شمول لسو مسجدونو ته سولر سیستمونه ولګوي.

بلخوا بیا دیو شمیر مساجدو ملا امامان او کلیوال دیونیسف اداري له دې کار څخه خوښي ښیي.
او هغوی ته ډاډ ورکوي چې په لیرپرتو سیموکې به دپولیو واکسین دعامه پوهاوي کچې لوړلو په موخه زیات کار وکړي.
تر څو ټول اولس خپلو تر پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته په هر کمپاین کې دپولیو دوه څاڅکي واکیسن وکړي او خپل ماشومان له دایمي فلج څخه وژغوري.