د زابل د والي تر مشرۍ لاندې د اداري مجلس نوبتي غونډه تر سره شوه او نوی مرستیال والي هم معرفي شو.

د زابل د والي الحاج ملا بسم الله عبدالله تر مشرۍ لاندې د اداري مجلس نوبتي غونډه په داسې حال کې تر سره شوه چې نوي مرستیال والي سلیمان آغا امنیه قومندان ایوب اخندزاده د ټولو دولتي ادارو رئیسانو او آمرینو هم برخه لرله.   غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل […]

د زابل د والي الحاج ملا بسم الله عبدالله تر مشرۍ لاندې د اداري مجلس نوبتي غونډه په داسې حال کې تر سره شوه چې نوي مرستیال والي سلیمان آغا امنیه قومندان ایوب اخندزاده د ټولو دولتي ادارو رئیسانو او آمرینو هم برخه لرله.

 

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله د ښه راغلاست او پرانستونکې وینا وکړه ، د پخواني مرستیال والي حاجي عابد صاحب د خدمتونو او هڅو څخه یې قدرداني وکړه ، نوي ټاکل شوي مرستیال والي سلیمان آغا ته یې د نوې دندې مبارکي ورکړه او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه چې د ټولو دولتي ادارو مسئولین دی د خپلو کارمندانو حاضرۍ کنټرول کړي او د بېځایه مصارفو مخنیوی دې وکړي او په دولتي ادارو کې ټولې ګمارنې دې د ولایت مقام سره په همغږۍ سره تر سره کیږي او د خپلسرو کړنو مخنیوی دې وکړي .

 

د زابل ولایت نوي ټاکل شوي مرستیال والي سلیمان آغا هم وینا وکړه او زیاته یې کړه چې زابل ته د خدمت لپاره راغلی یم او له خپله اړخه یې د مجلس ټولو ګډونوالو ته د بشپړې همکارۍ او اطمینان ډاډ ورکړ .

 

ورپسې د اجنډا سره سم په لاندې موضوعاتو باندې خبرې وشوې لازم تصمیمونه ورباندې ونیول شول او اړوندو ادارو ته لازم هدایتونه وشول .

 

د اقتصاد ریاست ته سپارښتنه وشوه چې د خیریه موسساتو په سروې او توزیع کې دې د غیر مسئولو کسانو مخنیوي وکړي او هیڅ غیر مسئول کس حق نلري چې په یاده پروسه کې ګډون او مداخله وکړي او د ټولو خیریه موسساتو د کنټرول او د دوي د فعالیتونو د ارزولو لپاره دې د ولایت مقام تر مشرۍ لاندې یوه با صلاحیته کمیټه وټاکل شي او خپل راپور دې د ولایت مقام سره شریک کړي.

 

د ټولو دولتي ادارو مسئولېنو او مستوفیت ته سپارښتنه وشوه چې د عوایدو د راټولېدو په برخه کې دې خپلې هلې ځلې زیاتې کړي او د بېځایه مصارفو د مخنیوي تر څنګ دی د مرکز لخوا څخه ورکړل شوې بودجه د طرزالعمل اصولو او قوانینو مطابق په مصرف ورسوي .

 

مستوفيت ریاست ته سپارښتنه وشوه چې د هغه دولتي ادارو د حویلیو د کرایې پیسې دې ورته اجرا کړي چې له مرکز څخه تخصیص ورته راغلی وي او تدارکاتي چارې یې د اصولو او طرزالعمل مطابق بشړې کړې وي .

 

همدارنګه د ټولو دولتي ادارو د مسئولینو څخه غوښتنه وشوه چې د ولایت مقام د دفتر ریاست لخوا د مشرتابه د ورلېږونکو فرمانونو او حکمونو په اړوند دی په عاجله توګه اجراات کوي او د ولایت مقام دفتر ریاست ته دې ژر تر ژره د خپلو اجرااتو خبر ورکوي.