نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افتتاح دغه مراسم د زابل ولایت د کوچیانو په آمریت کې (2) ماشومانو ته د واکسین د (2) څاڅکو په ورکولو سره په داسي حال کې تر سره شول چې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، رئیس دفتر ملا احمد مختار، د زابل ښاروال مولوي لطف الله لطیفي، د نورو دولتي ادارو […]
د افتتاح دغه مراسم د زابل ولایت د کوچیانو په آمریت کې (2) ماشومانو ته د واکسین د (2) څاڅکو په ورکولو سره په داسي حال کې تر سره شول چې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، رئیس دفتر ملا احمد مختار، د زابل ښاروال مولوي لطف الله لطیفي، د نورو دولتي ادارو رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان ولایتي استازي ډاکتر محمد عمر وردګ، د ولایت علماء او د عامي روغتیا مسؤلینو حضور درلود.
په پیل کې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر د پولیو/ ګوزڼ ضد واکسین د ماشومانو د دايمي فلج کیدو د مخنیوي لپاره زیات اړین یاد کړ او زیاته يې کړه چې ا.ا.ا هڅه دا ده، ترڅو په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي. ښاغلي سلیمان اغا بهیر ماشومانو ته د واکسین په رسولو کې د کورنیو مسولین، دیني عالمان، قومي مشران هم مسؤل وبلل او پر ټولو خلکو یې غږ وکړ چې د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره دې د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ولایتي استازي ډاکتر محمد عمر وردګ وویل چې د ا.ا.ا په راتګ سره په ټولو سیمو کې امنیت دی او موږ کولای شو چې لرې پرتو سیمو ته روغتیایي فعالیتونه ورسوو او د ولس خدمت وکړو.
ښاغلي وردګ وویل چې ددې (3) ورځني کمپاین په ترڅ کې به (150000) ماشومان چې عمر يې تر (5) کلنۍ کښته وي د (1500) رضاکارانه پرسونل له لوري واکسین شي.
د زابل د يونسیف استازی نورالله استاد د ګوزڼ ترڅنګ د لسو نورو ویروسی ناروغیو او د واکسین د تطبیق په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل او له ټولو څخه يي غوښتنه وکړه چې ددې کمپاین په تتطبیق کې ورسره همکاري وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.