زابل کې د زنګ په کړنګولو نوی ۱۴۰۱ تعليمي کال پیل شو!

په دې اړه جوړه شوې  غونډه کې د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سربیره د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئیس مولوي رحمت الله حماد، امنیه قوماندان مولوي محب الله ایوب اخندزاده، د ولایت مقام رئیس دفتر ملا احمد مختار او په زیات شمیر کې د ښوونځیو آمرینو، […]

په دې اړه جوړه شوې  غونډه کې د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سربیره د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئیس مولوي رحمت الله حماد، امنیه قوماندان مولوي محب الله ایوب اخندزاده، د ولایت مقام رئیس دفتر ملا احمد مختار او په زیات شمیر کې د ښوونځیو آمرینو، زده کوونکو او ښوونکو ګډون کړی وو.
د غونډې پر مهال د پوهني ریاست د اسلامي تعلیماتو آمر مولوي عبدالصمد سیال ټولو ته د نوي تعلیمي کال د پیل مبارکي تر څنګ د دیني او عصري زدکړو پر ارزښت خبرې وکړې، په خبره يې زده کړې داسې څه دي چې په مټ يې د اخرت او دنیا ښیګړې تر لاسه کولاي شو.
د پوهنې د رئیس مولوي محمد عثمان حریت په وینا چې علم انسان د رڼا لوري ته ګرځوي او له علماء څخه يې غوښتنه وکړه چې زموږ سره دې د عامه پوهاوي په برخه کې همکاري وکړي او د خپلو ممبرونو څخه دي خلګ د زده کړو په ارزښت خبر کړي؛ ترڅو خلګ خپل په ماشومانو باندې دیني او عصري زده کړې وکړي تر څو اینده کې دغه د دوی ماشوما  د دې هیواد د درد درمل شي.
د ښاغلي حریت په خبره چې د یونیسف همکارې موسیسې سره په ګډه په پلان کې لرو چې نوي کال ته (۶۰) بابه نوي ښوونځي فعال کړو چې هره ښوونځۍ به (۷) تنه ښوونکي ولري او معاشات به يې د یونیسف همکارې موسیسې له لوري ورکول کیږي.
د غونډې پر مهال د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د نوي کال د مبارکې ترڅنګ په دې ولایت کې د پوهنې د کیفیت او پیاوړې کولو په برخه کې د هر راز هڅو ډاډ ورکړ او وویل چې د علم زده کړه زیاته اړینه ده، انسان په خپل ژوند کې علم ته له هرڅه زياته اړتيا لري، ځکه پوهه د انسان په ضمير کې بيداري او شعور راولي، د انسان لپاره تر ټولو غوره صفت علم دی.
د زابل مرستیال والي له ټولو ښوونځیو او مدرسو د آمرینو او مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې زده کوونکي دي خپل اولادونه او وروڼه وبولي او تر خپل توان پوري دي کوښښ ورسره  وکړﺉ.
په پای کې د ۱۴۰۱ لمریز ښوونیز کال زنګ د مرستیال والي او یو شمیر نورو دولتي مشرانو لخوا ووهل شو.