زابل کې د ترکي هیواد له لوري د بزګرانو سره د (٣٠٠٠) نیالګیو مرسته وشوه!

  د زابل د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي د لسګونو باغونو د جوړولو په موخه یې ددې ولایت په باغدارنو د نیالګیو د ویش لړۍ پیل کړې ده. د زابل د کرهڼې او مالدارۍ ریس مولوي عطا الله راشد وایي د ترکي هیواد په کومک یې د زابل مرکز،شاجوی او شهرصفا […]

 

د زابل د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي د لسګونو باغونو د جوړولو په موخه یې ددې ولایت په باغدارنو د نیالګیو د ویش لړۍ پیل کړې ده.

د زابل د کرهڼې او مالدارۍ ریس مولوي عطا الله راشد وایي د ترکي هیواد په کومک یې د زابل مرکز،شاجوی او شهرصفا ولسوالیو(١٢٣) باغدارنو سره د (٣٠٠٠) میولرونکو نیالګیو مرسته وکړه چې هر باغدار ته (٥٠) نیالګي ورسیدل چې پر مټ به يي لسګونه باغونه جوړ شي.

بل خوا باغدارن ددې نیالګیو د ویش څخه خوشحال دي او د زراعت ریاست له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چې ورته د اوبو بندونه، شینې خونې جوړې او د درختو د مرض د مخنیوي په موخه ورته درمل ورکړي.