زابل: مرکز او ولسوالیو کې د ۱۵ ښونځیو د ترمیم چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) دزابل دپوهني ریاست مسؤلین وايي، چې غواړي په مرکز او ځینو ولسوالیو کې هغه ښوونځي چې ترمیم ته اړتیا لري، له سره ورغوي. دوی وایي، چې دامهال یې د ۱۵ ښونځیو د بیا رغونې چارې پیل کړې، چې شاوخوا ۱۲۰ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي. مسؤلین زیاتوي، دغه ښوونځي د زابل […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) دزابل دپوهني ریاست مسؤلین وايي، چې غواړي په مرکز او ځینو ولسوالیو کې هغه ښوونځي چې ترمیم ته اړتیا لري، له سره ورغوي.
دوی وایي، چې دامهال یې د ۱۵ ښونځیو د بیا رغونې چارې پیل کړې، چې شاوخوا ۱۲۰ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي.

مسؤلین زیاتوي، دغه ښوونځي د زابل د مرکز په ګډون، په شاجوی او شهرصفا ولسوالیو کې شتون لري، چې چارې یې د  «ایل کیارو» موسیسې په تخنیکي همکارۍ او یونسیف نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ مخته وړل کیږي.
د پوهنې ریاست په خبره چې په دې ترمیم کې د ودانیو رنګ، داخلي رغونه او د اوبو سیستم فعالول شامل دي، چې چارې به یې تر راتلونکو ۶میاشتو پورې بشپړې شي.