زابل: شملزو کی یو تن د یوه تعلیمي “سپي” سره ونیول سو.

  د ۲۰۵ البدر قول اردو د دریمي سرحدي لواء اړوند داول کنډک سرحدي ځواکونو نن یو تن (معراج الدین) ولد عبدالصمد چې د زابل ولایت دشاجوي ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د شملزو د ځنځیر په سیمه کي په داسی حال کی ونیوی چی د (مــایک) په نامه یو امریکایي تعلیمي “سپی“ یي پاکستان ته په […]

 

د ۲۰۵ البدر قول اردو د دریمي سرحدي لواء اړوند داول کنډک سرحدي ځواکونو نن یو تن (معراج الدین) ولد عبدالصمد چې د زابل ولایت دشاجوي ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د شملزو د ځنځیر په سیمه کي په داسی حال کی ونیوی چی د (مــایک) په نامه یو امریکایي تعلیمي “سپی“ یي پاکستان ته په قاچاقي ډول انتقالاوه.

د یاد کنډک مسئول مولوي الیاس صاحب وايي نیول سوی کس وار له مخي تر تعقیب لاندي وو چي هدف ته تر رسیدو مخکي فرضي کرښي ته څیرمه په یوه کور کی د کشف آمریت له لوري ونیول سو.