زابل: د سري میاشتې په ریاست کې د رضاکارانو ځوانانو ښوونیز مرکز (کلوب) فعال شو!

  د رضاکارانو ځوانانو دغه ښوونیز مرکز د ډنمارک هیواد په مالي لګښت او د زابل ولایت د سرې میاشتې په همکاري نن په داسې حال کې افتتاح شو چې پر مهال ييګې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د سرې میاشتې رئیس رحیم الله رحیمي، د بشري سرچینو رئیس احمدشاه مخلص، د اطلاعاتو […]

 

د رضاکارانو ځوانانو دغه ښوونیز مرکز د ډنمارک هیواد په مالي لګښت او د زابل ولایت د سرې میاشتې په همکاري نن په داسې حال کې افتتاح شو چې پر مهال ييګې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د سرې میاشتې رئیس رحیم الله رحیمي، د بشري سرچینو رئیس احمدشاه مخلص، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد، علماءکرامو او زده کوونکو حضور درلود.

د مراسمو پر مهال د زابل مرستیال والي سلیمان اغابهیر د ډنمارک هیواد او سرې میاشتې له ټولنې څخه مننه وکړه چې انساني خدمت او د بشریت د ارتقاء په موخه کار کوي.

ښاغلي سلیمان اغابهیر وویل انسان مجبور دی چې د انساني ټولنې خدمت او نجات لپاره کار وکړي، ځکه انسان الله ج اشرف المخلوقات پیدا کړی؛ نو پر دې اساس باید د خپل عقل څخه زیات کار واخلي او د نوي عصر له غوښتنو سره ځان برابر کړي.

په خبره د ا.ا.ا د ټولو هغو هڅو او پروګرامونو څخه ملاتړ او همکاري کوي، کوم چې د ولس خدمت او بشریت د ارتقاء په پاره کار کوي او د توان تر حده يې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

د سرې میاشتې رئیس رحیم الله رحیمي وویل چې یاد ښوونیز مرکز د هغو ځوانانو پر مخ پرانیستل شو، کوم چې په بیه د زدکړو کولو توان نلري، په خبره يې د سرې میاشتې د خدماتو وړاندې کولو څخه يو هم تعلیمي بخش دی چې نورو ولایتونو کې دغه برخه فعاله وه او زابل ولایت کې په لومړي ځل فعال کيږي.

د ښاغلي رحیمي په خبره چې تر اوسه (۱۰۰) تنو ځوانانو په دې ښونیز مرکز کې د زدکړو په موخه نوم لیکنه کړې ده چې په عصري مضامینو، کمپیوټر، انګریزي ژبې او تجوید څلورو برخو کې به دوي ته زدکړې ورکول کيږي او پلان لري چې دغه ښوونیز مرکز ته لا پرختیا ورکړي.

د سهیل لویديځ د همغږۍ سیمه ییز دفتر د ځوانانو مدیر هارون اغا د دې ښوونیز مرکز د پرانیستل کیدو د مبارکي تر څنګ د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د نني عصر غوښتنه دا ده ترڅو مو ځوانان په عصری او دیني زدکړو سمبال شي.

د ښاغلي هارون په خبره رضاکاره ځوانان د افغان سرې میاشتې د ملا د تیر حثیت لري، ځکه د افغان سرې میاشتې ټولنه دومره امکانات نلري چې ټولو ولسوالیو ته خپل خدمات د پرته له رضاکارو ځوانانو وړاندې کړي؛ نو پر دې اساس پلان لرو چې نوی نسل په عصري او رضاکارانه روحیه تربیه او وروزو.

د مراسمو په پاي کې د پټۍ په پري کولو سره یاد ښوونیز مرکز پرانیستل شو او عملاً يې تدریس پیل شو.