نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یاده لیدنه نن په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د يوې ناستې پر مهال په داسې حال کې تر سره شوه چې د دې ریاست رئیس مولوي رحمت الله حماد، د ځوانانو عمومي مدیر او لسګونو ځوانانو حضور درلود، په لیدنه کې ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو، د دوي د روحیې د پیاوړتیا […]
یاده لیدنه نن په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د يوې ناستې پر مهال په داسې حال کې تر سره شوه چې د دې ریاست رئیس مولوي رحمت الله حماد، د ځوانانو عمومي مدیر او لسګونو ځوانانو حضور درلود، په لیدنه کې ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو، د دوي د روحیې د پیاوړتیا او نورو ستونزو د حل په موخه بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د ځوانانو عمومي مدیر نیاز محمد زیارمل وویل چې یاده ناسته يې په دې موخه ترتیب کړې ده ترڅو له یوې خوا د ځوانانو نوی ډیټابیس جوړ کړي او بل خوا د ځوانانو هغه شته ستونزې واورو او د حل لارې ورته پیدا کړو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد وویل ډیر د خوشحالي ځای دی چې له ځوانانو سره غونډه لري، ترڅو وکولاي شو چې د ځوانانو له ستونزو خبر شو او د حل لاره ورته پیدا کړو، په خبره يې د ځوانانو هماهنګي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره زیاته اړینه ده، که ځوانان هماهنګي ونه کړي، نو د دې پر ځای چې ستونزې حل شي نوري هم زیاتیږي.
ښاغلي حماد وویل چې د ځوانانو شته ستونزې به تر لوړو مقاماتو پوري ورسوي او هڅه به یې دا وي چې ځوانانو ته د توان تر حده د کار زمینه او ډاډمنه فضاء برابره کړي.
د غونډې پر مهال ځوانانو وویل چې د ځوانانو تشویق کول، هڅول ډیر اړین دي او باید ورته د کار، فرهنګي پروګرامونو، زده کړو، ورزش او تعلیم زمینه برابره شي، په خبره يي د ځوانانو سره باید هيڅ ډول توپیري چلند ونشي، ترڅو د ځوانانو او نظام تر منځ واټن کم شي.
دوي غوښتنه وکړه چې زابل کې کوم موسیسات کار کوي هغوي باید زابلي ځوانان جلب او جذب کړي، ددې ترڅنګ ورته باید په دولتي اداراتو کې د کار زمینه چمتو شي، دوي له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه وغوښتل چې دا غوښتنې يي تر لوړو مسؤلینو پوري ورسوي او ورڅخه يې مننه وکړه چې دا ډول غونډې ترتیبوي او د ځوانانو ستونزې اوري.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.