د مخابراتو وزیر د رسمي سفر په ترڅ کې د زابل مخابراتو او ټګنالوژي له ریاست څخه لیدنه وکړه!

1401/1/6 ا.ا.ا د مخابراتو ټګنالوژي وزیر مولوی نجیب الله حقانی دزابل ولایت دمخابراتو ریاست څخه په داسي حال کې لیدنه وکړه؛ چې ددې ریاست ريس مولوي یحیا او د ریاست کارمندنو يي ملتیا کوله. دزابل ولایت دمخابراتو ریس مولوي یحیا مخابراتو وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل موږ ډیرخوښ یوچې د زابلي ولس […]

1401/1/6
ا.ا.ا د مخابراتو ټګنالوژي وزیر مولوی نجیب الله حقانی دزابل ولایت دمخابراتو ریاست څخه په داسي حال کې لیدنه وکړه؛ چې ددې ریاست ريس مولوي یحیا او د ریاست کارمندنو يي ملتیا کوله.

دزابل ولایت دمخابراتو ریس مولوي یحیا مخابراتو وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل موږ ډیرخوښ یوچې د زابلي ولس دمشکلاتو حلولو لپاره مو تشریف راوړ اوزموږ شته ستوزی مو واوریدلې، همدا راز مولوي یحی د ریاست د فعالیت په هکله پوره معلومات ورکړل.

ښاغلي یحی دزابل ولایت د هغو ولسوالیو چې پکښې تلیفوني خدمات شتون نلري د نویو انتنانو فعاله کیدو وړاندیز وکړ او د موجوده ستونزو چې په ټول ولایت کې شتون لري، د حل غوښتنه يې ورڅخه وکړه.

د مخابراتو ټګنالوژي وزیر مولوی نجیب الله حقانی وویل چې زابل ته د مخابراتي خدمات وړاندي کول زموږ لومړیتوب دی او د خپل توان مطابق به پوره همکاری درسره وکړو.

په پای کې وزیر صاحب د ریاست له ټولو کامندانو څخه مننه وکړه چې په خپل وخت مو ورځني فعالیت تر سره کړي او د لازیاتو اجراآتو غوښتنه یې ورڅخه وکړه.