د زابل ولایت رغتونونو او روغتیایی مرکزونو ته طبي او غیري طبي تجهیزات توزیع شول

  یاد تجهیزات د WHO، (UNICEF) موسیسو په مالي ملاتړ د صحت عامي ریاست او هدا موسيسي په همکاري په داسي حال کې توزیع شول چې پر مهال یي د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي، د صحتمندۍ د پروژي مسؤل ډاکتر نثار احمد، د هدا موسیسي مسؤلینو او يو شمیر طبي پرسونل حضور درلود. […]

 

یاد تجهیزات د WHO، (UNICEF) موسیسو په مالي ملاتړ د صحت عامي ریاست او هدا موسيسي په همکاري په داسي حال کې توزیع شول چې پر مهال یي د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي، د صحتمندۍ د پروژي مسؤل ډاکتر نثار احمد، د هدا موسیسي مسؤلینو او يو شمیر طبي پرسونل حضور درلود.
د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي وویل چې مخکې يې له دغو مرکزونو څخه لیدنه او نظارت کړی وو چې دغه وسایل د دوي غوښتنه وه، نو پر دې اساس مو یاده ستونزه د هدا موسیسي سره شریکه کړه، د هدا، WHO، (UNICEF) موسیسو له مسؤلینو څخه په مننه وایي چې انشاء الله په دغه اجناسو سره د ډیرو روغتیايي مرکزونو هغه د وسایلو او امکاناتو د کمښت ستونزه حل کیږي، خو د یادو موسیسو څخه یی د لا همکاري هیله وکړه.
د صحتمندۍ د پروژي مسؤل ډاکتر نثار احمد وایی چې یاد طبي او غیري طبي وسایل يي د روغتیایی مرکزونو د غوښتنې پر اساس دWHO، (UNICEF) په مالي ملاتړ د صحت عامي ریاست په زیاتو هلو ځلو چمتو کړي دي چې اوس يې د توزیع لړۍ پیل شوه.

ښاغلي ډاکتر نثار احمد له WHO، (UNICEF) موسیساتو او په ځانګړې ډول له صحت عامي ریاست څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه کې به لا زیاتې هلي ځلي وکړي.