نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر نن له غرمې وروسته د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار، د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مولوي ابوالنصر، د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل ، د ښار او کور جوړولو رئیس مولوي مسلم، د مهاجریبو آمریت استازو او دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي […]
د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر نن له غرمې وروسته د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار، د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مولوي ابوالنصر، د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل ، د ښار او کور جوړولو رئیس مولوي مسلم، د مهاجریبو آمریت استازو او دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د غړو په ملتیا د کلات ښار جنوب طرف ته د مهاجرینو په ښارګوټي کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی وکړ.
په پیل کې د مهاجرینو آمریت استازو د زابل له مرستیال والي او ورسره مل پلاوي سره د همدې ښارګوټي نقشه او پلان شریک کړ او زیاته یې کړه چې د تېرې څه مودې راهیسي د یاد ښارګوټي زیاته برخه غصب شوې او د غصب لړۍ په پوره چټکي سره جریان لري چې که یې مخه ونه نیول شي د ښا ګوټي زیاته برخه به غصب شي او زابلي مهاجرین به له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان شي .
د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر وویل چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې یوه لویشت دولتي ځمکه غصب کړي او یا دولتي ځمکې پر خپل سر پر خلکو باندې وپلوري .
نوموړي همدارنګه په یاد ښارګوټي کې روان کارونه بند کړل او امنیتي مسئولېنو ته یې جدي سپارښتنه وکړه چې هیچاته دې د کار اجازه نه ورکوي او هر څوک چې قانوني اسناد لري د اړوندو ارګانونو سره یې دي شریک کړي او د اسنادو د نه موجودیت په صورت کې دې د غاصبینو سره قانوني او اصولي چلند وکړي .
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.