د زابل والي د برک نړیوالې موسسې له استازو سره وکتل

  د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله نن په ولایت مقام کې د برک نړیوالې موسسې له استازو سره په داسي حال کې وکتل چې د ولایت مقام د دفتر رئیس، د بشري سرچېنو رئیس، د عامې روغتیا رئیس، د ترنک سیندیزې حوزې رئیس، د کلیو پراختیا رئیس، د پېښو پر وړاندې د […]

 

د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله نن په ولایت مقام کې د برک نړیوالې موسسې له استازو سره په داسي حال کې وکتل چې د ولایت مقام د دفتر رئیس، د بشري سرچېنو رئیس، د عامې روغتیا رئیس، د ترنک سیندیزې حوزې رئیس، د کلیو پراختیا رئیس، د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رئیس او د زراعت ریاست استازي هم برخه لرله.

د برک نړیوالې موسسې څخه راغلو استازو لومړی د زابل والي او د مجلس ګډونوالو ته د خپلو فعالیتونو په اړوند مفصل معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې برک نړیواله موسیسه د آبادادۍ په نوم په پروګرام کې په پلان کې لري چې د زابل ولایت په مرکز کلات، شینکۍ، شاجوی او دایچوپان ولسوالیو کې د صحت، زراعت، کلیو پراختیا، د داخلي بیځایه شویو سره د بشري مرستو، خلکو ته د کار زمینې برابرولو، بې وزله کورنیو ته د مالدارۍ او مرغدارۍ تهیه کولو او د اوبو د لویو او کوچنیو چیک ډیمونو د جوړولو په برخه کې به بنسټیز کارونه تر سره کړي.

د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله د برک نړیوالې موسیسې د استازو د خبرو له اورېدلو څخه وروسته وویل چې زابل ولایت وچکالۍ او تېرو جګړو سخت ځپلي چې خلک یې د زراعت صحت معارف د لویو او کوچنیو بندونو سړکونو او لویو لارو جوړولو ته زیاته اړتیا لري چې د همدې پروژه په پلې کېدو سره به په زابل کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره سي .

ښاغلي عبدالله همدارنګه د برک نړیوالې موسسې له استازو څخه غوښتنه وکړه چې د مرکز کلات شینکۍ شاجوی او دایچوپان ولسوالیو تر څنګ دی نورو ولسوالیو ته هم خپل خدمات وغځوی ځکه د زابل د ټولو ولسوالیو خلک زیات غریبان دی زیاتو بشري او عام المنفعه مرستو ته اړتیا لري.

د پروګرام په پای کې د عامې روغتیا رئیس، د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رئیس، د کلیو پراختیا رئیس، د ترنک سیندیزي حوزې رئیس او د زراعت ریاست استازي د خپلو ریاستونو شته ستونزې غوښتنې او پلانونه په لیکلي ډول ورسره شریک کړل او د عملي کېدو غوښتنه یې ورڅخه وکړه.