د زابل بادام ګل دودیزه کلنۍ مشاعره په شاندارو مراسمو تر سره شوه!

  د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې جوړه شوې “بادام ګل” دوديزه کلنۍ مشاعره مازیګر مهال پر څلور بجې پیل او د شپې تر ناوخته يې دوام درلود. د مشاعرې پر مهال د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، […]

 

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې جوړه شوې “بادام ګل” دوديزه کلنۍ مشاعره مازیګر مهال پر څلور بجې پیل او د شپې تر ناوخته يې دوام درلود.

د مشاعرې پر مهال د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، د ولایت رئیس احمد مختار د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس ملا حمدالله فطرت، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تفتش رئیس مولوي هاشم ذاکر د ترنم او ترانو ریاست رئیس فیض الحق مل غني خېل سربیره ترانه ویوونکو او شاعرانو محمد جمعه ساجد، قاري منصور غزنوي، استاد عبدالقیوم مینوال، ، صالح محمد نظامي، خالد منعم، مولوي شفاعت ریحان، مدني اشنا، سبحان کندهاری، بشرمل ناصر او سلګونه شاعرانو او د ادب مينه والو حضور درلود.

مشاعرې (۲) برخې درلودې چې یوه يې د وینا برخه وه او بله یې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، د مشاعرې ته د وینا پر مهال د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ټولو ته د مشاعرې د مبارکۍ تر څنګ وویل خوشحال یم چې له ډیرو کلونو وروسته د زابل بادام ګل دودیزه کلنۍ مشاعره کې ګډون کوم، یاده مشاعره په داسې مهال تر سره کیږي چې هيڅ اشغالګر شتون نلري، د ښاغلي وثیق په خبره اشغالګرو نه يوازي پوځي یرغل کړی وو، بلکې د دې تر څنګ يې فکري او فرهنګي یرغل هم کړی وو، دا چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې ده او د جګړې پر میدان د افغانستان اصیلو شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویوونکو په خورا غیرت د دې وطن د ازادۍ لپاره خپله ژبه او قلم چلولي دي او د مجاهدینو سره يو ځای یې د ازادۍ ږغ بدرګه کړی.

په خبره يي لا کار ته اړتیا ده چې شاعران، لیکوالان او فرهنګپال د فکري او فرهنګي یرغل مخه د خپلو شعرونو او لیکنو پر مټ داسې ونیسي چې د دې خاورې دښمنان ورته حیران شي، ددې ترڅنګ يې د مرستیال والي سلیمان آغا بهیر او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه مننه وکړه چې د بادام ګل دودیزه مشاعره يې پر لاره اچولې ده او د نورو داسې فرهنګي پروګرامونو تمه يې وښوده.

د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر له ټولو مېلمنو او ګډونوالو څخه مننه وکړه چې د بادام ګل په دودیزه کلنۍ مشاعره کې ګډون کوي او خوښي یې وښوده چې د امن په فضاء کې یاده مشاعره لمانځي، په خبره يې دا د هغو شاه زلمو د قربانیو ثمره ده چې خپل ځانونه يې قربان کړل خو موږ په ازاده فضاء کې داسې پروګرامونه ترسره کوو چې دا ډیر د افتخار او ویاړ ځای دی، نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، ټولو هغو کسانو او ادارو څخه مننه وکړه چې د دې مشاعرې په موخه يې یو له بل سره هماهنګي کړې او یاده مشاعره يې ترتیب کړې ده.

مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د ملي رادیو تلویزیون له عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق څخه ځانګړې مننه وکړه چې په مشاعره کې د ګډون تر څنګ يې د ملي رادیو تلویزیون له آمریت څخه لیدنه وکړه او د مطبوعاتي چارو د لا ښه والي اطمینان يې راکړ، په خبره دا چې زابل د سترو او مشرانو شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو کور دی او دغو شاعرانو د وخت له ستونزو سره مبارزه کړې ده، نو تاریخ ته په ګتو به دغه میراث ژوندی ساتي او هڅې به يې دا وي چې دې ته ورتو پروګرامونو ته لا پراختیا ورکړي.

د ویناوو وروسته د محمد جمعه ساجد په خواږه ترنم سره د مشاعرې لړۍ پيل شوه چې ډيرو شاعرانو په کې خپل شعرونه، غزلونه او ترانې د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړې، د ټولو شاعرانو په شعرونو، غزلونو او ترانو کې د ،امن ،يووالي ،ترقۍ ،تمدن ،هېواد جوړونې ،فکرجوړونې، د شل کلن اشغال وحشتونه او د مجاهدینو کارنامې او د ژوندانه د نورو اساسي اصولو سره تړلي پيغامونه نغښتي وو چې د مشاعرې د ټولو ګډونوالو لخوا په خوښيو او خوشحاليو سره بدرګه شول.

په پاى کي د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ نوی رئیس مولوي رحمت الله حماد له ټولو راغلو مېلمنو څخه مننه وکړه چې زابل ته راغلي او له دوى سره يې په دې مشاعره کي ګډون وکړ.