د زابل امنیه قومندانۍ (۶۰) تنه منسوبین له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول!

    د یادو مراسمو پر مهال د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، امنیه قومندان مولوي مخب الله ایوب اخند زاده، د خیبر پلې لوا قومندان مولوي یاسیر د کندهار د پولیسو اکاډمۍ مسئول، د ولایت مقام د داخلي ریاستونو رئیسانو او یو شمېر نورو دولتي ادارو مسئولینو قومي مشرانو او دیني عالمانو هم […]

 

 

د یادو مراسمو پر مهال د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، امنیه قومندان مولوي مخب الله ایوب اخند زاده، د خیبر پلې لوا قومندان مولوي یاسیر د کندهار د پولیسو اکاډمۍ مسئول، د ولایت مقام د داخلي ریاستونو رئیسانو او یو شمېر نورو دولتي ادارو مسئولینو قومي مشرانو او دیني عالمانو هم برخه لرله.

ددغونډې پر مهال مسؤلینو خبرې وکړې او نوي فارغو شویو کسانو ته یې مبارکي وویله او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې خپلې ورسپارل شوې دندې دې په پوره دقت صداقت او امانت دارۍ سره تر سره کړي او د ولس سره دې ښه مسلکي چلند وکړي او حق دې حقدار ته وسپاري.

له بلې خوا فارغ شوې منسوبین هم له فراغت څخه خوښي ښیې او هیواد ته د ښه خدمت هوکړه کوي.

د پروګرام په پای کې فارغو شویو منسوبینو ته د فراغت ځانګړي شوي تصدیق پانې ورکړل شوې او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.