د روزګان ولایت مقام دغونډو په لارکي د روزګان ولایت دمؤسساتو له مسؤلینو سره PDC غونډه وسوه.

  د روزګان ولایت معاوین حاجي مزمل د روزګان ولایت دغونډو په تالارکي د روزګان ولایت دمؤسساتو له مسؤلینوسره PDC غونډه وکړه. غونډه لومړي دقرانکریم په ځو مبارکو ایاتونوسره پیل سوه. په یاده غونډه کي د روزګان ولایت د دولتی ادارو مسؤلینو هم برخه اخیستي وه چي د غونډې رهبري د روزګان داقتصاد ریاست رئیس […]

 

د روزګان ولایت معاوین حاجي مزمل د روزګان ولایت دغونډو په تالارکي د روزګان ولایت دمؤسساتو له مسؤلینوسره PDC غونډه وکړه.
غونډه لومړي دقرانکریم په ځو مبارکو ایاتونوسره پیل سوه.
په یاده غونډه کي د روزګان ولایت د دولتی ادارو مسؤلینو هم برخه اخیستي وه چي د غونډې رهبري د روزګان داقتصاد ریاست رئیس حسن مولوی صاحب کول.
دغونډې په پیل کی د روزګان ولایت معاون حاجی مزمل صاحب وېنا وکړه او زیاته ئې کړه چي مسؤلیت یوامانت دی نوتاسي باید دغه امانت ته وفاداره پاته سي اوخپل امانت په صحیح ډول اداکړې، او دټولومؤسساتو مسؤلینوته ئې سپارښتنه وکړه چي ستاسی ترمنځ هماهنګې مهمه ده کله چي تاسی سروې کوی خپل معلومات سره شریک کوي که یو مؤسسه په یوقریه کي سروې کوي هغه بل مؤسسه دي بیابلې قرېه ته ځي ترڅو زیاته بیوزله کسان له توزیح ځخه برخمن سی. دآمربالمعروف نهی عن المنکر رئیس مولوي کریم الله فقیر دوېنا پرمهال وویل چي دمؤسساتو او ولایت ترمنځ همږغې ډېره مهمه ده ځکه دوي باید خپل کاری پلانونه د روزګان داقتصاد ریاست سره شریک کړی او هغه ئې دولایت مقام ته راپور ورکړی ترڅو یومنظم کاري پلان په ساحه کی تطبیق کړو ځکه نړيوال چي بشري مرستی کوي هغه ئې د یو معلوم دلیل له مخي کوي چي دافغانستان نفوس داقتصادي اړخه زیات مشکلات لري ځکه دشل کلن اشغال پرمهال ئې ولس جنګونو ځپلی دی دنوموړو کرنیزي مځکی دجنګ ډګر ګرځیدلی وی نو موږ اوتاسي هم باید دداسی یو پلان له مخي کاروکړو چی حق حقدار ته ورسو، او ټولی مؤسسی باید خپل داستخدام مراحیل په پوره ایمانداری ترسره کړي.
که چیرې یو مؤسسه خالی بست ولری باید هغه د ازاد رقابت له طریق اعلان ته ورکړی تر څو دامتحان لپاره پرشرایطو برابر کسان ثبت نام وکړی او دوی ئې باید دامتحان پروسه په شفاف ډول تر سره کړي .
دمستوفیت رئیس فائز مولوي صاحب یادونه وکړه چی موږ اوتاسی باید خپله مالې په خپله راټوله کړو او دفردیو دګریوان څخه مو لاس رالنډ کړو تر څو موږ اوتاسی له نوروهیوادونو څخه مرسته غواړو موږ باید یو غنی هیواد ولرو یو ورځ نه یو ورځ هغه هم جواب راکوی داچی موږ دبل هیواد مرستې ته سترګی په لاره اوسو موږ باید مرسته ورسره وکړو.
او خپله کلني بودیجه باید دخپلو عایدو له لارې برابرکړو او دمؤسسو څخه ئې غوښتنه وکړه چي هغه مؤسسې چي مالیه ئې تحویل کړی وی هغه خپله د مالې دتحویل تعروفه دی راوړي ترڅو موږ ډاډ ترلاسه کړو چی مالیه ئې تحویل کړي ده هغه که په هرولایت کي وی موږته قابیل دقبول ده او که ئې مالیه نه وی تحویل کړي هغه دی خپله مالیه تحویل کړی ترڅو زموږ په عایدو کي زیاتوالي راسي اوزیاته ئې کړه چي دروزګان ولایت دوکاندار یوه غوښتنه کوي چي کومی مؤسسې خپلو پرګرامو لپاره خریدارې کوي هغه خریدارې په روزګان ولایت کې وکړي .دټولومؤسساتو په نمائندګي توریالی سهیم د NRC مسؤل خبری وکړی هغه زیاته کړه چي ټولې مؤسسی کوښښ کوي چی مستحق کسانوته ترجیح ورکړی هيڅ یو مؤسسه اړیکو ته لیواله نه ده او دا دهغو کسانو حق دی چي اقتصادي مشکلات ولري او دائي پرټولو مؤسسوحق دی چي ورته وئې رسوي اویادونه ئې وکړه چي د امارت په راتلوسره امینتي ګواښونه له منځه تللی دی او هرخیریه بنسټ کولایی سي چي لرې پره تو سېموته بیله کوم مشکله ولاړسی اوهلته سروې وکړي .
نېټه ۱۴۴۳/۸/۱۰