نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د روزګان ولایت د کرهڼې اوبولګولواومالدارۍ ریاست له لورې د دهکان ورځ ولمانځل سوه. نوموړې مراسیم چی دکرهڼې اوبولګولواومالدارۍ ریاست په مقام کي نیول سوي وه چي پکښی د ولایت مقام معاوین حاجی مزمل صاحب ادارې مسؤلینو او زیات شمېر دهکانانو برخه اخستې وه. غونډه لومړي دقرانکریم په ځو مبارکوایاتنوسره پېل سوه، ورسته دکرهڼې […]
د روزګان ولایت د کرهڼې اوبولګولواومالدارۍ ریاست له لورې د دهکان ورځ ولمانځل سوه. نوموړې مراسیم چی دکرهڼې اوبولګولواومالدارۍ ریاست په مقام کي نیول سوي وه چي پکښی د ولایت مقام معاوین حاجی مزمل صاحب ادارې مسؤلینو او زیات شمېر دهکانانو برخه اخستې وه. غونډه لومړي دقرانکریم په ځو مبارکوایاتنوسره پېل سوه، ورسته دکرهڼې اوبولګولواومادارۍ ریاست رئیس عبدالصمد مقبول دغونډې پرانیستي وینا وکړه اوزیاته ئې کړه چي افغانستان یو زراعتي هیواد دی او ټول خلګ ئې به کرهڼه اومالدارۍ بوخت دی چي یوله هغه څخه دروزګان ولایت دي چي یورزاعتی ولایت دی چي زیاتې ځمکي ئې دکرنې لپاره مساعدي دی هغه زراعت یومهم کښت یادکړي چي هغه څوګټې لري. قدرت الله حمیدي د ترویج عمومي مدیر د کرهڼي ریاست پلان ټول ګډونوالوته تشریح کړي چی ۲۶۰۰ کسانوته اصلاح سوی تخمونه توزیح سوي، ۳۷۷۵ کسانو دنغدوپېسو په مقابل کي خپل کانالونه سفاکړي. اویادونه ئې وکړه چي زیات شمېر سړي خونې جوړی سوي دي چی زموږ سبزیجات به پکښې ساتل کیږي او راتلونکي کال ته موهم پوره امادګۍ نیولي چي زیات اصلاح سوي تخمونه، بی ضرره نباتی درمل او د دوافاشي ډبې به دهکانانوته توزیح سی. دروزګان ولایت د لوړوزده کړومؤسسي رئیس اسد الله نور په خپلوخبروکي وویل چي موږ سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کړي او باید اقتصادي خپلواکۍ هم ترلاسه کړوه داچي افغانستان یو رزاعتی هیواد دی باید رزاعت ئې ماشینرې سی ترڅومو په حاصلاتوکی زیاتوالي راسي هغه وویل چي په نړۍ کي یواځی افغانستان دي چي زیاتي خوږي اوبه لری او زموږ زراعت ته باید جدي توجو وسي زراعت موهیواد ته پرمختګ ورکولایی سي او نظام مو برپایه کولایی سي ترڅوچي اقتصادي خپلواکۍ ونه لرو نظامي او ملکي برخه به مودستونزوسره مخ وی که چیری موږ خپل رزاعت ته کاروکړو دنورو هیوادو هيڅ شی ته اړتیانسته موږ به خپل صادرات ولرو اوس چي موږ اقتصادی خپلواکۍ نلرو کوم هیوادونه چي زموږسره مرسته کوی هغه داسي غنم راوړي چي ډېر بی کیفیت دمرغیو دخوراک هم نه وی دا زموږ درزاعت کمزورې ده، ښاغلی نور صاحب یادونه وکړه چي موږ د کرهڼي ریاست سره تفاهم لیک لرو غواړوچي داتفاهم لیک نوي کړو او موږ درزاعتو په برخه کي مسلکی کسان لرو باید دهغوڅخه استفاده وسی او دهکانانوته مسلکی ورکشاپونه دایره کړي ښاغلی نور صاحب ټولودهکانانوته ددوي دملي ورځي مبارکي وویل او هغه ئې وستایل چي تاسی ویاړ درلودنکې کسان یاست داستاسی دلاسونو ثمره ده چی موږته راځي هغه یادونه کوړه چی امارت باید تاسي ته ماشینرې برابره کړي چی ستاسی په کارونوکي اسانتیاوی راسي او تاسی ته سهولت برابرکړی. د دهکانانو په نمائندګۍ یوتن دهکان اسدالله وینا وکړه هغه دکرهڼې ریاست دمسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چی موږ ته دی دواوی راکول سی او د دوا فاشی ډبي دی راکول سی چی داوس موږ دیولړ مشکلاتو سره مخ یو بادامو مرضونه کړي دی موږ ئې د مرض دمخنیوی لپاره شي نه لرو. داپه داسی حال کي ده چی دا ورځ په ټول هیواد کي لمانځل کيږی چي دکرهڼې ریاست ۱۶ غرفی دنندارتون لپاره جوړکړي وه چي مختلفې برخی ئې درلودلی لکه دخوراکي توکو اوغیري خوراکی توکواو زراعتی ماشین الاتوڅخه هم لیدنه وسوه دغونډي په پای کی دهکانانوته موزې، کولنګ، بېل، دست کشې هم ورکول سوي. عونډه د دعاء په وویلوسره پایته ورسیده نېټه: ۱۴۴۳/۸/۲۸ هــ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.