دروزګان ولایت مرکزترینکوټ په سیدالخان لیسه کي د ۱۴۰۱ ښوونیز کال دپېلدو مراسم ترسره سوه .

  د روزګان ولایت دمرستیال والی حاجی مزمل صاحب په ګډون زیات شمېر علماء کرامو پکښی برخه اخیستی وه. لومړي غونډه دقرآنکریم په ځو مبارکو ایاتونوسره پیل سوه. وروسته د روزګان ولایت دپوهني ریاست رئيس حقنما مولوي صاحب ویناوکړه د ۱۴۰۱ کال چي د وري دریمه نېټه د روان کال د تدرېسي بهېر دپیل لومړي […]

 

د روزګان ولایت دمرستیال والی حاجی مزمل صاحب په ګډون زیات شمېر علماء کرامو پکښی برخه اخیستی وه. لومړي غونډه دقرآنکریم په ځو مبارکو ایاتونوسره پیل سوه.
وروسته د روزګان ولایت دپوهني ریاست رئيس حقنما مولوي صاحب ویناوکړه د ۱۴۰۱ کال چي د وري دریمه نېټه د روان کال د تدرېسي بهېر دپیل لومړي ورځ ده او په ټولو سړوسېموکي به د ټولو شاګردانو درسونه پېل سي.
د روزګان ولایت دپوهني ریاست رئيس حقنما مولوي صاحب دسیدالخان لېسي ټولو زده کونکوته د تدرېسي کال دپېلیدو او دتېرکال فارغه شیوه زده کونکوته مبارکۍ وویل او زیاته ئې کړه چي ستاسی درسونه به دتېر په شان په معیاری ډول مخته ځي او تاسي ددي هیواد راتلونکي یاست باید خپل ځانونه په اسلامی او علمی ګاڼه سمبال کړي او باید خپل ځانونه هم فکري او هم جسمي پر اسلامي طریقه جوړ کړي دا خاوره ستاسي او تاسي به په عادلانه ډول ورته خدمت کوي.
شیخ مولوی محمدالله صاحب په خپلوخبروکی وویل چی د مکتب او مدرسو د زده کوونکو ترمنځ په میاشت کی یوځل ددوی ترمنځ رقابتی مذاکره جوړه سی ترڅو هغه موجوده فاصله له منځه ولاړه سي هغه وویل چی زده کړه دهرانسان د ژوند یومهمه برخه ده، په ماشومانو باندی تعلیم کول ترټولوښه پانګه اچونه ده، او باید هر انسان ځان د زده کړی په ګاڼه سمبال کړی .
ورسته د ارشاد حج او اوقاف رئیس خادم مولوی صاحب وینا وکړه او زیاته ئې کړه چي زده کړه هغه اساس او بنیاد دی په کوم چی انسان خپل ښه راتلونکي جوړولایی سي، راځي چی د زده کړو دلارې دهیواد ابادۍ ته مخه کړو.
هغه وویل چي زموږ او ستاسي ترمنځ هغه فاصله الحمدلله له منځه تللې ده اوس ټول پریوه ټغر ناسته او ولاړه کوه زموږ دین یودی، زموږ اسلام یودی، زموږ قانون یو دی او زموږ داسي قانون دی چي دهرفرد حقوق پکښې مشحص دی هغه زیاته کړه چي باید هرسړي داسلامي قانون په رڼاکي خپله وظیفه مخ ته یوسی.
داپه داسي حال کي ده چی دتېرکال فارغ سوه زده کونکوته دبریالې کیدو نمرې هم وویل سوي او هر بریالي زده کونکي ته خپلي دري کلنې نمري ورکول سوي.
غونډه ددعاء په وویلوسره پای ته ورسیده
نېټه: ۱۴۴۳/۸/۲۰ هــ ق