نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دیاد ولایت د دهراود ولسوالۍ په یوه لیري پرته سیمه کي د ګازو د یو زیرمي څخه لیدنه وسوه. د مرکز کابل څخه راغلي هیئت د دهرواد ولسوالي د ګازو د هغي زیرمي لیدنه وکړه، چي څه موده وړاندی د یادي سیمو اوسیدونکو د دغو ګازو زیرمي موندلي وې. د مرکز کابل څخه د […]
دیاد ولایت د دهراود ولسوالۍ په یوه لیري پرته سیمه کي د ګازو د یو زیرمي څخه لیدنه وسوه.
د مرکز کابل څخه راغلي هیئت د دهرواد ولسوالي د ګازو د هغي زیرمي لیدنه وکړه، چي څه موده وړاندی د یادي سیمو اوسیدونکو د دغو ګازو زیرمي موندلي وې. د مرکز کابل څخه د کانونو او پټرولیم وزارت څخه راغلي پلاو پرون شنبه د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د رئیس روح الامین سره یو ځای یادي سیمي ته سفر وکړ او د دغه سیمي چي ورجان نومیږي سروې او لیدنه وکړه. یادي زیرمي چي د دهرواد ولسوالی د ورجان په سیمه کي موندل سوی دي د سیمي د اوسیدونکي شاولي وستاد په خبره چي د تېرو ۷ کالو څخه را په دېخوا دلته د ګازو اثارات سته د ده خبره چي مخکي مو هم دلته په سیمه کي د ګازو یو داسي څاه شتون درلود چي خلکو به ورڅخه استفاده کول او اوس هم کوچیان ورڅخه ګټه اخلي.
بل لور دارزګان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست رئیس هم باختر اژانس ته وویل چي دلته د ګازو د زیرمو تر پیدا کیدو ورسته مو سمدستي د مرکز کابل څخه د تخنیکي ټیم د راستولو پشنهاد وکړی تر څو معلومه سي دغه په څومره اندازه صنعتي ګاز کېدلای سي. د نوموړي په خبره چي موږ به په خپل ولایت کي د کانونو او معدنونو په راویستلو او پیداکولو کي پوره هڅه وکړو.
همداشان د مرکز کابل څخه د راغلي پلاوي مشر باختر اژانس ته زیاته کړه چي زموږ راتګ دلته د دغه زیرمو څخه لیدنه او سروې وه. چي په خبره یي دلته د ګازو قمیت او کیفیت ته په کتو به موږ د یادی سیمي د ګازو سروې او د هغوي ازرښت کتل کیږی. نوموړی د خپل خبرو پر مهال زیاته کړه چي موږ هغه وخت یو ګاز صنعتي بللای سو چي د ګازو حجم او فشار زیات وي.
دا په داسي حال کی ده چي د ارزګان مرکز ترینکوټ جنوب لور ته د باخود نومي غره سیمه کي یوه ملي کمپنۍ د قیمتي ډبرو په استخراج بوخته ده.
نیټه: ۱۴۴۳/۹/۲۳ هــ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.