نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د ارزګان ولایت مقام د اداري مجلس په تالار کي د اونۍ نوبتي غونډه ترسره سوه چي برخوال یې د ولایت مقام مرستیال والي حاجي مزمل صاحب، د امنیې قوماندانۍ مرستیال نعماني مولوي صاحب، د استخباراتو مسوول سالم اخندزاده صاحب، د ولایت ادارې مسوول الهام مولوي صاحب او د ولایت د ټولو ریاستونو […]
نن د ارزګان ولایت مقام د اداري مجلس په تالار کي د اونۍ نوبتي غونډه ترسره سوه چي برخوال یې د ولایت مقام مرستیال والي حاجي مزمل صاحب، د امنیې قوماندانۍ مرستیال نعماني مولوي صاحب، د استخباراتو مسوول سالم اخندزاده صاحب، د ولایت ادارې مسوول الهام مولوي صاحب او د ولایت د ټولو ریاستونو ریسان وه. دعدلی اوقضای ورګانو مسؤلین غوڼډه چي د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو پېل سوه، ورپسي ګډنوالو د ارزګان مرستیال والي حاجي مزمل صاحب ته د خپلو فعالیتونو ګزارش وړاندي کړ. دوی وویل، هڅي یې کړي چي د امنیت په ګډون د ټولو چارو په سمه توګه رهبري وکړي او خلکو ته د هوساه ژوند زمېنه برابره کړي. ګډونوالو وویل، چي د اسلامي امارت د ټولو اوصولو سره به خپلي دندي مخي ته وړي. دوی ژمنه وکړه چي د خلکو لپاره به خپلو فعالیتونه نورهم زیاتوي او د خدمت مصدر به ګرځي.
د غونډي په پای کي مرستیال والي د ادارو مسوولین لا نور خپلو چارو ته متوجې کړه او د ولایت لخوا یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
هغه وویل، د امیرالمومنین د فرمان په اساس به دا ډول غونډي زیاتیږي او مسوولین به وخت پر وخت پکښي برخه اخلي.
نیټه: ۱۴۴۳/۸/۲۱ هـ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.