د زرنج ښار د دریمی امنيتي حوزې د آمريت، د همغږۍ غونډه جوړه سوه

  زرنج، د شعبان۱۳ مه / د کب ۲۵ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز ولایت د امنيې قومندانۍ د دریمې امنيتي حوزې مسؤولينو د همدې حوزې د اوسیدونکو سره د امنیت د لا ښه تأمین په موخه، د همږغۍ غونډه تر سره سوه. په دې غونډه کې چې د […]

 

زرنج، د شعبان۱۳ مه / د کب ۲۵ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز ولایت د امنيې قومندانۍ د دریمې امنيتي حوزې مسؤولينو د همدې حوزې د اوسیدونکو سره د امنیت د لا ښه تأمین په موخه، د همږغۍ غونډه تر سره سوه.

په دې غونډه کې چې د علماوو تر څنګ، قومي مخورو او عام اولس هم ګډون درلود، د علماوو د بیاناتو وروسته، قومي سپین ږیرو د مجاهدینو سره خپلي نیکي مشورې شریکي کړې او د مجاهدینو خدمت یې د ستایني وړ وباله او دا ژمنه یې وکړه، چې د اسلامی امارت هر راز همکارۍ ته چمتو یو.
او په آخر کې د دریمې امنیتي حوزې مسؤول، ښاغلي قاري مزمل، د ښه راغلاست ترڅنګ، و راغلو علماوو او قومي مخورو ته د دوی د امنیت د ښه ټینګښت اړوند، پوره ډاډ ورکړ.