یوه عراده بلډوزر د نیمروز ټولګټو ریاست ته وسپارل سو

  زرنج، د شعبان ۳ مه/ د کب ۱۵ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د وزیر صاحب په هدایت هغه بلډوزر چې د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د لوا مربوط ؤ، د نیمروز ټولګټو ریاست ته وسپارل سو. یاد بلډوزر چې ولوو ۱۹۲۸ ماډل دی، په […]

 

زرنج، د شعبان ۳ مه/ د کب ۱۵ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د وزیر صاحب په هدایت هغه بلډوزر چې د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د لوا مربوط ؤ، د نیمروز ټولګټو ریاست ته وسپارل سو.

یاد بلډوزر چې ولوو ۱۹۲۸ ماډل دی، په داسې حال کې د نیمروز ټولګټو ریاست ته وسپارل سو، چې یادي ادارې په کارې بهیر کې، ورته سخته اړتیا درلودل.

د نیمروز د ټولګټو رئیس، ملا محمد “اجمل” باختر خبري آژانس ته وویل، چې VOLVO خړ رنګه امریکایې بلډوزر موږ ته د ټاکل سوي هئیت له لورې، چې ما هم حضور درلودی وسپارل سو، چې ورسره زموږ زیاتي ستونزې په خاص ډول د سړکونو د ترمیم او خلاصون په برخه کې؛ حلیږي.