په نیمروز ولایت کې د جلب او جذب نوى قومندان معرفي سو

  زرنج، د رجب۲۹ مه/ د کب۱۲ مه د باختر آژانس د خبر له مخې، د نیمروز ولایت د جلب او جذب نوى قومندان، سمونيار مفتى امیر حمزه “روحاني” د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ د مرستیال، الحاج مولوي عبدالعلي “ایوبي” لخوا، ددغه ادارې کارکوونکو ته؛ ور وپېژندل سو. ښاغلي “ایوبي” د جلب او جذب […]

 

زرنج، د رجب۲۹ مه/ د کب۱۲ مه

د باختر آژانس د خبر له مخې، د نیمروز ولایت د جلب او جذب نوى قومندان، سمونيار مفتى امیر حمزه “روحاني” د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ د مرستیال، الحاج مولوي عبدالعلي “ایوبي” لخوا، ددغه ادارې کارکوونکو ته؛ ور وپېژندل سو.

ښاغلي “ایوبي” د جلب او جذب له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې له نوي قومندان سره همکارۍ وکړي او د جلب او جذب لپاره په ګډه کار وکړي.

نیمروز ولایت کې د جلب او جذب نوى قومندان، مفتي امیر حمزه “روحاني” ژمنه وکړه چې د مجاهدینو د ستونزو د هواري په موخه به، له کارکوونکو سره په ګډه همکاري کوي.

ددې ادارې کارکوونکو هم د نوي قومندان سره د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د جلب او جذب په خدمت کې به، هیڅ ډول هڅې ونه سپموو.