نیمروز:د کنګ ولسوالۍ ولسوال، د دې ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل

  زرنج، د رجب۲۹ مه/ د کب۱۲ مه د باختر آژانس د خبر له مخې، د نیمروز ولایت د کنګ ولسوال مولوي عبدالحق “محمود” ددې ولسوالۍ د ولسونو د ستونزو د اورېدو په موخه د دې ولسوالۍ له سپين ږیرو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل. دغه غونډه چې دکنګ ولسوالۍ په مقام کې جوړه […]

 

زرنج، د رجب۲۹ مه/ د کب۱۲ مه

د باختر آژانس د خبر له مخې، د نیمروز ولایت د کنګ ولسوال مولوي عبدالحق “محمود” ددې ولسوالۍ د ولسونو د ستونزو د اورېدو په موخه د دې ولسوالۍ له سپين ږیرو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

دغه غونډه چې دکنګ ولسوالۍ په مقام کې جوړه سوې وه، دکنګ ولسوال مولوي عبدالحق “محمود” وويل، د دې غونډې موخه د دې ولسوالۍ د ستونزو اورېدل او د لومړیتوبونو معلومول دي، ځکه په تېرو دوو لسیزو کې د دې ولسوالۍ کلیو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده سوې.

ښاغلي محمود وويل، اړينه ده هغه ستونزې چې د ولسوالۍ لپاره لومړيتوب لري تاسو یې ولسوالۍ ته وړانديز کړئ تر څو د ولايت رهبري يې په اړه اصولي اقدام وکړي.

ښاغلي محمود څرګنده کړه، چې د نیمروز ولایت د رهبرۍ د لیکلي لارښوونې له مخې د دې ولسوالۍ هغه اوسېدونکي، چې د تخنیکي وسایلو پرته، د بیارغونې توان لري د ولسوالۍ په بیارغونه کې له موږ سره همکارۍ وکړي.

په پاې کې سپين ږیرو د نیمروز ولایت د رهبرۍ له ښه او ارښتناکه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه او زیاته یې کړه چې د ولسونو د وړاندیزونو او تخنيکى کسانو لیست به ولسوالۍ ته چمتو او شریک کړي.