د څلورمې ناحيې امنيتي مسٶولينو د دې سيمې له ديني عالمانو او قومي مشرانو سره غونډه وکړه

  زرنج، د شعبان ۵مه / د کب ۱۷ مه   د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، نن سه شنبه د زرنج ښار د څلورمې ناحيې امنيتي مسٶولينو د امنيتي وضعيت د ښه والي په موخه د زرنج ښار د څلورمې ناحيې له ديني عالمانو، او قومى مشرانو سره وکتل.   غونډه د […]

 

زرنج، د شعبان ۵مه / د کب ۱۷ مه

 

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، نن سه شنبه د زرنج ښار د څلورمې ناحيې امنيتي مسٶولينو د امنيتي وضعيت د ښه والي په موخه د زرنج ښار د څلورمې ناحيې له ديني عالمانو، او قومى مشرانو سره وکتل.

 

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، ورپسې دیني عالمانو او قومي مشرانو د څلورمې امنیتي حوزې اړوند ستونزې مطرح کړې.

 

د څلورمې امنيتي حوزې مسٶولينو د دې سيمې د خلکو د شکايتونو د اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د ديني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ به يې ستونزې کمې کړي.