د نیمروز ولایت مقام، ادارې غونډه د دې ولایت د والي تر مشري لاندي ترسره شوه

  د لیندۍ څلرومه؛ نیمروز د نیمروز د ولایت مقام، اونیزه غونډه د دې ولایت د والي ملا نجیب الله ” رفیع” ترمشري لاندي پداسې حال کې، چې مرستیال والي عثماني صاحب، د تصفیه صفوف کمېسیون غړو، د نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو هم ګډون درلود ترسره سوه. ادارې غونډه د قران کریم په څو […]

 

د لیندۍ څلرومه؛ نیمروز

د نیمروز د ولایت مقام، اونیزه غونډه د دې ولایت د والي ملا نجیب الله ” رفیع” ترمشري لاندي پداسې حال کې، چې مرستیال والي عثماني صاحب، د تصفیه صفوف کمېسیون غړو، د نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو هم ګډون درلود ترسره سوه.

ادارې غونډه د قران کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه،

وروسته د نیمروز والی، ملا نجیب الله “رفیع” ادارې رئیسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ولس ته باید د ښو خدمتونو ترڅنګ ورسره نیک چلند ترسره او سهولتونو باید رامنځته شي.

والي همداراز، رئیسانو ته په خطاب کې وویل، تړلي ادارې دې باید ښه همږغۍ رامنځته کړي ترڅو کارونه په چټکي سره مخته ولاړ سي ترڅو ولس ته اسانتیاوي برابري شي.

د نیمروز والي زیاته کړه، لازمه ده، چې د تصفیه صفوف د جوړي سوي کمېسیون له غړو سره پوره همکارۍ وسي ترڅو هغه کسان، چې د نظام په زیان دي، لېري شي.

ورپسې د تصیفه صفوف د کمېسیون غړو د یاد کمېسیون جوړ سوې طرزالعمل ګډونوالو ته ولوست او د تود هرکلي سره مخ شو.

دوی وویل، د نظام ګټل او ساتل په نیکو اشخاصو کیدونکي دي اړتیا ده، چې د اوسنې نظام ساتنه په پوره ایماندارۍ او تقوا سره وسي او هغه هیلي، چې ولسونه لرل هغه باید پوره شي.

یاد کیمسیون د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو د لوی ریاست څخه جوړ سوې د نورو ولایتونو ترڅنګ نیمروز کې یې هم خپل کار پیل کړ؛یاده غونډه د دعا په ویلو سره پایته ورسیده.