د نیمروز ولایت د یتیمانو سره مرسته وسوه

زرنج، د اختر دوېمه مه/ د غویی ۱۲ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د اسلامي امارت د مجاهدینو او د مخکنې حکومت د عسکرو د یتیمانو سره په داسې حال کې مرسته وسوه، چې د نیمروز امنیه قومندان الحاج سردار محمد “ایوبي”، د اطلاعاتو او کلتو رئیس مفتي حبیب الله “الهام”، […]

زرنج، د اختر دوېمه مه/ د غویی ۱۲ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د اسلامي امارت د مجاهدینو او د مخکنې حکومت د عسکرو د یتیمانو سره په داسې حال کې مرسته وسوه، چې د نیمروز امنیه قومندان الحاج سردار محمد “ایوبي”، د اطلاعاتو او کلتو رئیس مفتي حبیب الله “الهام”، د استخباراتو مرستیال مولوي محمد نادر “رحیم الله” د شهیدانو او معلولینو رئیس، قاري عبدالسلام “مجذوبي” د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرست او د یتیمانو وارثینو هم حضور درلود؛ د اختر مبارکۍ په موخه مرسته وسوه.

غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونه سره پیل سوه او ورپسې د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله “الهام” وویل: موږ ‌ډیر خوشاله یو چې د ا‌.ا.ا لخوا د یتیمانو مرسته کیږي.

ښاغلي “الهام” زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو او د تېر حکومت د عساکرو و یتیمانو ته ځانګړې او یو شان پاملرنه لري.

وروسته د استخباراتو مرستیال مولوي محمد نادر “رحیم الله” او د نیمروز د شهیدانو او معلولینو رئیس، قاري عبدالسلام “مجذوبي” د غونډې اړوند خبرې وکړې او زیاته یې کړه: موږ د خپل ولایت د یتیمانو ملاتړ کوو او له هیڅ راز هڅو څخه به ډډه ونه کړو. ”

ورپسې صالح محمد “اسلامیار” د اسلامي امارت له دغه نیک اقدام څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: هیله لرو چې اسلامي امارت په راتلونکي کې هم د دغه ولایت یتیمانو ته پاملرنه وکړي.

غونډه د ۵۲ یتیمانو سره د مرستو د وېش په ورکړي سره پایته سره ورسیدل