د نیمروز د امنیت آمر، د امنیتي مسؤولینو سره د امنیت د ټینګښت په موخه، کاري ناسته ترسره کړه

  زرنج، د شعبان ۱۲مه / د کب ۲۴ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نيمروز امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر، مولوي محمد “مهاجر” د نيمروز د امنيه قومندانۍ د څلورو امنيتي حوزو د آمرینو، د جنایی مدیرانو او داخلي امنیت منسوبینو سره کاري ناسته وکړه. ښاغلي “مهاجر” د ولایت مقام […]

 

زرنج، د شعبان ۱۲مه / د کب ۲۴ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نيمروز امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر، مولوي محمد “مهاجر” د نيمروز د امنيه قومندانۍ د څلورو امنيتي حوزو د آمرینو، د جنایی مدیرانو او داخلي امنیت منسوبینو سره کاري ناسته وکړه.

ښاغلي “مهاجر” د ولایت مقام د هدایت سره سم، د اونیزې غونډی په اړه د ګډونوالو سره معلومات شریک کړه او د زرنج ښار د امنيت په اړه يې هم خبرې وکړې.

ګډونوالو مسٶولينو هم د زرنج ښار د ښاريانو د امنيت د تأمين په خاطر، خپل نظرونه شريک کړل او تاأکید يى درلود، چې باید ښه همغږۍ رامنځته سي.

په پاې کې پړيکره وسوه، چې په هرې اوونۍ کې به خپل ګډه ناسته، د لاښه همغږی لپاره ترسره کړي.