د نيمروز ولايت و دفاعي او امنيتي ځواکونو ته، د قرآن کريم د تفسير او ترجمې درسونه جریان لري

زرنج، د شعبان ۱۲ مه / د کب ۲۴ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د ارشاد، حج او اوقافو رياست له لوري د استخباراتو، قومندانۍ او سرحدي کنډک ځواکونو ته د ديني زده کړو (د قرآن کريم ترجمې او تفسیر) درسونه جریان لري. د نیمروز ولایت د حج او اوقافو رئیس […]

زرنج، د شعبان ۱۲ مه / د کب ۲۴ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د ارشاد، حج او اوقافو رياست له لوري د استخباراتو، قومندانۍ او سرحدي کنډک ځواکونو ته د ديني زده کړو (د قرآن کريم ترجمې او تفسیر) درسونه جریان لري.

د نیمروز ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي فضل الرحمن “مستغفر” وویل: د حج او اوقافو وزارت د لارښوونې سره سم، د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې درسونو د شعبان میاشتې په لومړي کې، پیل او د روژې تر ۲۵ مې، به دوام ولري.

ښاغلي مستغفر زیاته کړه: موږ پلان لرو چې په راتلونکي کې د دولتي کارکوونکو لپاره نور درسونه هم پیل کړو.