د نيمروز والي، د زرنج له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه

  زرنج، د اختر دوېمه/ د غویی ۱۲ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز والي ملا نجیب الله “رفیع” د کوچني اختر د مبارکۍ او د ناروغانو د پوښتنې په موخه، د زرنج ولایتي روغتون څخه په داسې حال کې چې د کتلوي معافیت آمر حافظ مطیع الله “منیب” او […]

 

زرنج، د اختر دوېمه/ د غویی ۱۲ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز والي ملا نجیب الله “رفیع” د کوچني اختر د مبارکۍ او د ناروغانو د پوښتنې په موخه، د زرنج ولایتي روغتون څخه په داسې حال کې چې د کتلوي معافیت آمر حافظ مطیع الله “منیب” او د خصوصي روغتونونو مسؤولینو یې ملتیا کوله؛ لیدنه وکړه.

د نیمروز والي، د اختر د مبارکۍ په مناسبت د ناروغانو د پوښتنې ترڅنګ څارنه هم وکړه او ویې ویل: د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د کوچني اختر په شپو کې د هېواد وټولو اقشارو ته په ټولو برخو ځانګړې پاملرنه کوي.

د نیمروز والي زیاته کړه، اسلامي امارت د صحي خدماتو او د امنیت د ټینګښت په موخه بي ساري هڅې کوي.

ښاغلي رفیع، د زرنج د ولایتي روغتون پر مسؤولینو د ښه صحي خدماتو د وړاندي کولو په برخه کې، ټینګار وکړ.

د نیمروز والي د مریضانو سره نغدې مرسته هم وکړه.

د زرنج د ولایتي روغتون سرطبیب، ډاکټر خدایداد “تسل” وویل: د اختر په ورځو او شپو کې د روغتون په بېلا بېلو څانګو کې ۳۰ تنه نوکریوالي لري او هڅه کوو ترڅو د ناروغانو د روغتیا په برخه کې، له هیڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړو.

د یادوني وړ ده چې په ورته مهال په یاد روغتون کې ۵۷ تنه ناروغان د ږیدیني، جراحي، د ماشومانو او د سوء تغذیه په څانګو کې بستر دي.